طالبان: له ۲زرو زیات افغان کډوال له پاکستان او ایرانه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو جارو وزارت وایي، یو زر او ۳۳۲ تنه افغان کډوال (د چنګاښ په ۷مه او ۸مه نېټه) د سپین بولدک او تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۵۵ کورنۍ چې شمېر یې ۸۰۳ تنه ښودل شوی په زوره د پاکستان له بېلابېلو ښارونو اېستل شوي دي.

دغه کډوال د نوم له ثبتولو وروسته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کدوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.
بله غاړه د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت وايي، سل کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۹ تنه و د چمن له لارې اړول شوي او نړۍوالو مرستندویه ټولنو ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.
د دغه وزارت د یو بل خبر له مخې، له ۹۰۰ زیات افغان کډوال بیا له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي.
له ایرانه د دغو ستنو شویو کډوالو شمېر ۹۶۴ تنه ښودل شوی، چې (د چنګاښ په ۸مه نېټه) د نیمروز ولایت د پل ابریشم له لارې په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پل ابریشم سرحدي امر وايي، په دغو ستنو شویو کډوالو کې کورنۍ او مجردان شامل دي چې له هغې ډلې ۳۹۶ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د خوراکي او نورو مرستو د تر لاسه کولو لپاره نړۍوالو مرستندویه ټولنو ته ورپېژندل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو