اروپايي ټولنه: د افغانستان د اقتصاد په غوړېدا کې د ښځو کاري ونډه اړینه ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹

اروپايي ټولنه وایي، چې د افغانستان د وران ویجاړ اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره باید مېرمنو ته د کار کولو حق ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافېرې رافایله یودیس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د اقتصادي مارکېټ په غوړېدا، په سوداګریزو برخو کې نوښتونه او د سیمې اقتصاد پیاوړتیا د مېرمنو له کاري فرصتونو سره نېغ په نېغه اړیکي لري او د هېواد په کچه اقتصادي وضعیت ورسره پیاوړی کېږي.
مېرمن یودیس په خپله اېکس پاڼه د هغې مېرمنې ویډیويي پیغام خپور کړی چې وایي، د لنډمهاله پور په اخیستلو سره یې شخصي کار وبار پیل کړی،او دا مهال یې اقتصادي ستونزې ورسره هوارې شوې دي.
دغې مېرمنې ویلي، چې نه یوازې یې خپلې ستونزې هوارې کړې؛ بلکې د هغې په هڅو لسګونه نورو مېرمنو ته یې د کالي ګنډلو زمینه هم برابره کړې او دا مهال هغوی هم ورسره هوسا او بسیا شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته مېرمنې له کار کولو راګرځول شوې او په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې ورته د برخې اخیستلو اجازه نه ورکول کېږي.
که څه هم چې طالبانو هغو مېرمنو ته چې له کاره منعه کړل شوې او په کور کې د پاتې کېدو سره یې خپل میاشتیني امتیازات تر لاسه کول؛ خو طالبانو په نوي اقدام کې د دغو ټولو مېرمنو لپاره په میاشت کې یوازې د پنځه زره افغانیو معاش ټاکلی، چې پر هغه د دوی نیمه ګېډه هم نه شي مړېدلای.

نور خبرونه

رادیو