د طالبانو د کډوالو وزارت: یوه اونۍ کې له پاکستان او ایران تر ۱۳ زرو زیات کډوال راستانه شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې یوازې په تېره اوونۍ کې ۱۳ زره او ۴۴۸ افغان کډوال له ایران او پاکستان اېستل شوي دي.

په دوی کې ۱۰ زره او ۲۲۵ کسه له ایران او ۳ زره او ۲۲۲ نور له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت زیاتوي چې افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښم پل له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او ایران د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک شوی دی.

د ایران او پاکستان حکومتونه ادعا کوي چې هغه افغانان چې په دغو هېوادونو کې یې د اوسېدو اسناد نه لرل افغانستان ته یې شړلي دي.
خو له ايران او پاکستان يو شمېر راستانه شوي کډوال وايي، چې د اوسېدو د کره اسنادو په لرلو سره بيا هم د پوليسو له خوا نيول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
د ځینو کډوالو په وینا د پاکستان حکومت معمولاً افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري درې میاشتې بندیانوي او بیایې افغانستان ته لېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان کډوال د ایراني پولیسو د ویډیوګانو په لېږلو سره د دغه هېواد په کمپونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبر داری ورکوي.

نور خبرونه

رادیو