د راپورونو له مخې، په پخوانیو قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي اړوند وسلوالو حضور څو برابره زیات شوی دی او دغه ډله نوره هم د پراخېدو په حال کې ده.

دغې وسلوالې ډلې نه یوازې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي بلکې د سیمو د نیولو لپاره د چمتو کېدو په درشل کې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره د پاکستاني طالبانو غورځنګ بېرته خوځند او بریدونه یې ډېر کړل.

لامل یې هم دا و چې د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر پخوانیو قبایلي سیمو سربېره ملاکنډ ته هم سفرونه وکړل او له دغې ډلې ناراضه شوي غړي یې بېرته سره یوځای کړل او کوچنۍ ډلې یې ختمې کړې.

ټي ټي پي د منظم تحریک پرمخ بېولو لپاره له واک مخکې د افغان طالبانو تګلارې ته مخه کړه. دې ډلې له هر څه وړاندې حکومت ته ورته کابینه جوړه کړه او د هرې سیمې لپاره یې مسوولین وټاکل.

د ټي ټي پي منظمېدو او نوې تګلارې سره د دې ډلې په لیکو کې ورځ تر بلې وسلوال مخ په زیاتېدو شول او هم یې هغه غړي ور سره ملګري شول چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه.

دوی له افغان جګړې په وزګارېدو خپلې تجربې له ټي ټي پي سره شریکې او له مخې یې په پاکستان کې خونړي او جبهه يي بریدونه زیات او اغېزناک کړل.

خپلو سیمو ته ستنېدل

پاکستان کې د تحریک طالبانو پاکستان د بریدونو ډېرېدو سره بیا بیا د اسلام اباد چارواکو د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دې ډلې پرضد ګامونه واخلي. ان بیا بیا داسې خبرونه هم خپاره شول چې افغان طالبان له پاکستان سره د ټکر د مخنیوي لپاره غواړي د دې ډلې وسلوال له ډیورنډ کرښې نورو سیمو ته ولېږدول.

د تحریک طالبان پاکستان سرچېنو افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي له هغه وروسته چې افغان طالبانو له لوري پرېکړه وشوه، چې ټي ټي پي وسلوال له ډيورنډ کرښې څخه لیرې کړي نو ټي ټي پي دا غوره وبلله چې د مشرانو ترڅنګ خپل جنګیالي هم پخوانیو قبایلي سیمو کې خپلو خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا سرچېنې وایي، د پاکستان جماعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دا خبرې له حقیقت لرې نه بولي، چې ټي ټي پي به په درېو میاشتو کې پښتونخوا ونیسي.

دوی زیاتوي په هغو سیمو کې چې ټي ټي پي حضور لري هلته د پاکستان د حکومت حاکمیت نشته.

د پاکستاني طالبانو سرچینې وايي څو ورځې وړاندې د دې ډلې دوه مهم مشران چې په بلوچستان کې د پاکستان لخوا نیول شوي دا په دې دلالت کوي چې د جنګیالو ترڅنګ د ټي ټي پي لومړۍ درجه مشران په پاکستان کې حضور لري.

خو یو ځايي خبریال لعل وزیر د مولانا فضل الرحمان د څرکندونو په اړه بیا بل ډول نظر لري.

دی وايي چې کوم حالت زه له نژدې وینم په لویه کچه د سقوط کوم خطر نشته او مولانا فضل الرحمان چې کومې څرګندونې کوي هغه د پارلماني ټاکنو له نتجې ناراضه دی نو مولانا اوس له پوځ څخه خفه دی او داسې خبرو سره غواړي چې یوځل بیا د واک ورکړل شي.

د پاکستاني طالبانو سرچینې د پاکستان حکومت لخوا د عزم استحکام د عملیاتو د پیلولو په اړه په دې باور دي چې پاکستان هېڅ کله د ټي ټي پي پرضد عملیات نه دي درولي او دوی په مسلسل ډول د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي دي خو د دوی هېڅ ځانګړو عملیاتو کومه نتجه نه ده ورکړې او نه یې هم ټي ټي پي ختمه کړې ده.

خو د پاکستان د حکومت لخوا د عزم استحکام په نامه د عملیاتو په اړه بیا قامپرسته ګوندونه وايي چې پاکستان د ټي ټي پي د ختمولو اراده نه لري او د بهرنیو مرستو د ټولولو لپاره د پښتنو په سیمه کې بیا جګړه پیلوي.

ټي ټي ټي له پخوا څخه ځواکمنه شوې ده

پاکستاني طالبانو اوس مهال د پاکستان په ډېرو سیمو واک لري او له پخوا څخه جنګیالي او پرمختللې وسلې په واک لري.

د معلوماتو له مخې ټي ټي پي په شمالي او جنوبي وزیرستان، ملاکنډ، ټانک، ډي اې خان، بنو، لکي مروت، دیر، سوات او د پېښور څنډو کې پراخ حضور لري.

په زیاتره سیمو کې د ټي ټي پي ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستان نظامي ادارو کې دې خپلې دندې پرېږدي او له حکومت سره له هر رنګه کار کولو دې لاس پر سر شي.

د ټي ټي پي د بریدونو له ویرې پاکستاني عسکرو او په ځانګړي توکه د پښتون میشتو سیمو پورې اړوند ځینې نظامیان خپلې دندې پرېښودو اړ شوي دي.

ټي ټي پي په واک کې سیمو کې د پاکستاني نظامیانو فعالیتونو تر خپلو نظامي مراکزو محدود شوي دي او د پخوا په څېر اوس دوی د پاکستاني طالبانو له ویرې کزمې نشي کولی.

ټي ټي پي د افغان طالبانو په څېر له ځايي خلکو عشر او ذکات ټولوي او ځینو سیمو کې د شرعیت له مخې تورنو کسان په عام محضر کې سزاګانې ورکوي.

ټي پي پي پخوا هم تایید کړې چې د دوی د جنګیالیو شمېر مخ په زیاتېدو دی او زیاتره په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي طالبان له دغې ډلې سره یوځای کېږي.

نور خبرونه

رادیو