هېدر بار: ملګري ملتونه طالبان په سوال دوحې ته وربولي، خو د مېرمنو پر ونډې بیا سترګې پټوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۸

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هېدر بار د دوحې په ناسته کې د مېرمنو د نه وربللو له امله د ملګرو ملتونو پر چلند نیوکه وکړه.
هغې وویل، چې ملګري ملتونه طالبانو ته سوال زارۍ کوي؛ خو د مېرمنو غوښتنو ته بیا منفي ځواب ورکوي.

مېرمن بار د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۷مه نېټه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې ملګرو ملتونو د افغان مېرمنو د حقونو د فعالانو پر وړاندې منفي دریځ خپل کړی دی.
هغې لیکلي، چې ملګري ملتونو د ښځو د حقونو فعالانو ته وايي چې «تاسې دغې غونډې [د دوحې درېیمې ناستې ته] نه شئ راتللای. راتلونکې ناسته هم ډېره ښه نه ښکاري. موږ پر مهمو مسلو خبرې کوو او د مېرمنو پر مسلو سره نه غږېږو.»
په پام کې ده، چې د دوحې درېیمه ناسته تر راتلونکو دوو ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې رزماری ډیکارلو په کوربه‌توب په دوحه کې پیل شي.

ملګرو ملتونو د دې لپاره چې طالبان دغې غونډې ته راوبولي، د افغان مېرمنو د استازو او د هغوی د بشري حقونو پر سر له خبرو اترو ډډه کړې او پر هغو یې سترګې پټې کړې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د غونډې په دویمه ورځ به د افغانستان د مدني ټولنې او د مېرمنو له استازو سره هم وګوري.
د بشري حقونو فعالې زبیدې اکبر ویلي، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا یې د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره بلنلیک تر لاسه کړی؛ خو هغه نه غواړي دغې ناستې ته ولاړه شي.
مېرمن اکبر وویل، د ملګرو ملتونو هغې پرېکړې خواشینې کړې چې د خبرو اترو له اصلي بهیره یې مېرمنې اېستې دي.
هغې دا رنګه ویلي، چې د دوحې ناسته پرته له دې چې طالبانو ته امتیاز ورکړي بله پایله نه شي لرلای.

نور خبرونه

رادیو