د بشري حقونو فعالې زبیدې اکبر په دوحې ناسته کې د ګډون لپاره یې د ملګرو ملتونو بلنه رد کړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د بشري حقونو فعاله زبیده اکبر وایي، چې په دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو له‌خوا ورته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو هغه به دغې ناسته کې ګډون ونه کړي.

اغلې اکبر ویلي، د ملګرو ملتونو له‌خوا د دوحې له اصلي خبرو اترو د ښځو حذفولو غوسه کړې ده.

د بشري حقونو فعالان وایي، ملګرو ملتونو د دوحې د اصلي ناستې له جوړښته ښځې حذف کړې دي.
له دې سره د هغوی په وینا، «یوشمېر ښځو او مدني فعالانو» ته د دغې ناستې په څنډو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د لیدنې بلنه ورکړل شوې ده.
لاروښانه نه ده، چې ملګرو ملتونو کومو کسانو ته په ناسته کې بلنه ورکړې ده.
اغلې اکبر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي:« زه په دوحې ناسته کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د ښځو د حذفولو پر پرېکړې غوسه یمه.»
هغې زیاته کړې، چې د دوحې په ناسته کې د ښځو څنډې ته کول یوازې د طالبانو د خوشالولو لپاره شوي او بله لاسته راوړنه نه لري.
د بشري حقونو د دغه فعالې په وینا، دې ته په کتو چې په افغانستان کې اوس‌مهال ښځې له جدي ناورین سره مخامخې دي، باید په دوحې ناسته کې د ښځو موضوع د دوی د کار له لومړیتوبونو څخه وي.
طالبان به د راتلونکې اونۍ په پای کې خپل استازي دوحې ته واستوي، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ دغه دوه ورځنۍ ناسته کې چې د ۲۵ هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون کوي برخه واخلي.
دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه او لومړۍ ناسته ده، چې د طالبانو په حضور کې به ترسره شي؛ خو له اصلي ناستې د ښځو او مدني ټولنو د استازو حذفول پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو