د چین استازي په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
جوشیا ینګ له ایراني رسنۍ ایراف سره په مرکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د «افغانانو کلتور او د هغوی د کورنیو چارو د سمبالولو څرنګوالي ته» درناوی وکړي.

دغه چینايي ډیپلوماټ بیا ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې د «افغانستان د ستونزو د حل لپاره دې د بهرنیانو د حل لارو له پلي کولو ډډه وکړي.»
ښاغلي یوشیا چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د درېیمې سرمشریزې په څنډه کې د سیمه ییزو تماسونو د ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته تللی، وویل: «نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د بهرنیو حل لارو له پلي کولو ډډه وکړي.»
چین په بیجینګ کې د طالبانو استازی د افغانستان د سفیر په توګه منلی، خو د افغانستان د رسمي حکومت په توګه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل رد کړي دي.
چین په کابل کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت د سفارت په کچه فعال ساتلی، او له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. دغه هېواد د اقتصادي فرصتونو په ځانګړې توګه د افغانستان کاني زېرمو ته د لاسرسي په لټه کې دی.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د درېیمې غونډې د ترسره کېدو په اړه جوشیا جونګ وویل چې دا ناسته به «نا رسمي» غونډه وي او د تړلو دروازو تر شا به ترسره شي.
خو هغه زیاته کړه، «موږ غواړو چې افغانستان ژر تر ژره نړیوالې ټولنې ته ور ورګرځوو.»
ښاغلي یوشیا په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پخوانۍ غونډې ځکه «ناکامې» وبللې چې د طالبانو استازو پکې ګډون نه درلود. هغه ټینګار وکړ چې په هغه غونډه کې چې د یوه خپلواک هېواد په اړه خبرې کېدې، د دغه هېواد استازو برخه نه لرله .

نور خبرونه

رادیو