رینا امیري: ترهغې چې د افغانستان په اړه ناستو کې د بشري حقونو موضوع ځای نشي جګړه نه ختمېږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/79addb9cdd97f7e31190871e3ad1cb5c0e1ad525-700x400.jpg?rect=0,3,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري وایي، تر هغې چې د افغانستان په اړه د راتلونکو ناستو په اجنډا کې د بشري حقونو موضوع ته ځای ور نه کړل شي؛ جګړه به پای ته و نه رسېږي.
نوموړې دغه څرګندونې د شکنجې له قربانیانو څخه د ملاتړ د نړۍوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه تېره شپه ناوخته خپرې کړې دي.
هغې لیکلي، چې د اوسني رژیم په ګډون په تېرو ۵۰ کلونو کې ګڼ شمېر افغانان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
اغلې امیري تېره ورځ هم ویلي و، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو کې له ښځو پرته د سولې، امنیت او پایښت لپاره د حل بله لاره نه شته.
له بل پلوه وړمه ورځ د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي و، پرته د ښځو له ګډونه د دوحې درېیمه ناسته شرموونکې خبره ده او دا د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي.
مېرمن اکبر په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د دوحې د درېیمې ناستې پیغام به هغو مېلیونونو افغانو نجونو ته څه وي چې له درېیو کالو راهیسې له زدهکړو بې برخې پاتې شوې دي؟