طالبان: له ۴زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او خپله خوښه ستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یادو کډوالو کې چې کورنۍ او بې سرپرسته ماشومان هم په کې شامل دي په تېرو دوه ورځو کې د نیمروز د وریښم، د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو په زور او خپله خوښه د راستنېدو په دوام په تېرو دوه ورځو کې تر څلور زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه ۳۱۱۳ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شول.
په دغو کډوالو کې کورنۍ، مجردان او ۲۶ تنه بې سرپرسته ماشومان شامل دي.
د کډوالو وزارت وايي، یاد کډوال د نیمروز ولایت د وریښمو له لارې هېواد ته راستانه کړل شول.
طالبان وايي، په دغو کډوالو کې ۹۹۰ تنه یې اړمن وو چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته یې ورپېژندلي دي.
همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو ۱۱۵۵ تنه افغان کډوال له پاکستانه په زور د سپین بولدک او تورخم له لارو راستانه کړای شوي دي.
د کډوالو وزارت د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې لیکلي، ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۲ تنو ته رسېږي د تورخم او ۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱۳ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې په زور د پاکستان څخه راستنې شوي.
د طالبانو دغه وزارت وايي، چې له پاکستانه په زور راستانه شوي ټول کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالې کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي و، چې پاکستان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه مېشتو ټولو بهرنیو وګړو په اړه خپل قانون پلي کوي او ټول هغه کډوال له پاکستانه باسي چې قانوني اسناد و نه لري.

نور خبرونه

رادیو