۱۶ مشهورې سیاست‌والې: په دوحې ناسته کې د ښځو نه ګډون به دوی لازیاتې وځپي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

د ښځینه مشرانو په نړۍواله غونډه کې شپاړسو مشهورو ښځینه مشرانو نړۍوالې ټولنې ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، چې د دوحې له غونډې د ښځو اېستل او د طالبانو شرطونه ته تسلیمېدل به طالبانو ته د مشروعیت د ورکړې او ورسره به په افغانستان کې پر ښځو ظلم او ناروا لا زیاته شي.

دوی د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان مېرمنو د فعال او مستقیم ګډون غوښتنه کړې.
دغه لیک د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن، د لیتوانیا او کوزوو پخوانیو ولسمشرانو، د فنلنډ، نیوزیلیند او اسټرالیا پخوانیو لومړۍ وزیرانو، د مکسیکو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې لاسلیک کړی دی.
دغو ښځو د ۲۰۲۴ کال د ښځینه مشرانو په نړۍواله غونډه کې وویل، چې د دوحې په راتلونکې غونده کې د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغان ښځو اېستل «ظالمانه» دي او دا د ښځو غږ تر پښو لاندې کولو او د هغوی د حقونو د کمزوري کولو په مانا دي.
دغو ښځینه رهبرانو وویل:« د افغان ښځو محرومیت د ملګرو ملتونو له منشور، د ښځو، سولې او امنیت په اړه د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون په ګډون ۹ اړوندو پرېکړه لیکونو او نړۍوالو کنوانسیونونو سره سمون نه خوري.»
دغو مشهورو نړۍوالو شخصیتونو ټینګار کړی، چې د دوحې په راتلونکې غونده کې ښځو ته د ګډون ونډه نه ورکول د افغان ښځو د حقونو په اړه د نړۍوالې ټولنې له دریځ سره په ټکر کې دی او د دوحې د غونډې اعتبار او اغېزمنتیا ته زیان رسوي.
دوی وايي، نړۍواله ټولنه داسې څه باید ونه کړي چې د طالبانو مشروعیت ته لاره پرانیزي.
دغه ښځینه مشرانو د ۲۰۲۴ کال د ښځینه رهبرانو په نړۍواله غونډه کې وویل:« د ښځو وضعیت او حقونه په بنسټیزه توګه له ټولو مسلو سره تړاو لري. د ښځو سره د ظالمانه چلند په ګډون د طالبانو مشروعیت لپاره د لارې پرانیستلو مخه باید ونیول شي. طالبانو ته د دوحې په غونډه کې د خپلو شرایطو ټاکلو اجازه ورکول، د دوی وحشیانه سرغړونو ته د مشروعیت لامل کېږي.»
دوی وايي، دا د نړۍوالې ټولنې لپاره یوه پرېکړه کوونکې شېبه ده چې د خبرو اترو پر میز د افغان مېرمنو په ګډون په ټینګار سره د افغان مېرمنو او نجونو په وړاندې خپله ژمنه وښيي.
د دوحې غونډه به په راتلونکو څو ورځو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.
د طالبانو ویاند د دوحې په غونډه کې د دغې ډلې د پلاوي په مشرۍ ګډون کوي.
ټاکل شوې دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې په مشرۍ جوړه شي.

نور خبرونه

رادیو