م.م کې د پاکستان استازی: ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د ۵ مېلیونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي دي.

هغه په خپل یوه خپور شوي بیان کې ویلي، پاتې نور یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونو بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
ښاغلي اکرام ویلي، پاكستان په دغه هېواد كې په ناقانونه توګه مېشتو ټولو بهرنيو وګړو په اړه خپل قانون پلي كوي.
له بل پلوه یوه ورځ وړاندې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی ویلي و، چې حکومت یې د تېر کال راهیسې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر کډوال له دغې صوبې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي.
علي امین ګنډاپور رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د ستنېدو دغې لړۍ ته دوام ورکوي.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون تېره اوونۍ بیا ومنله، چې اسلام اباد تېر کال د دغې لړۍ له پیل راهیسې تر دې دمه په ټولیز ډول څه باندې ۶۲۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي دي.

نور خبرونه

رادیو