رینا امیري: د ښځو له ګډون پرته په افغانستان کې د شته ننګونو د حل لپاره بحثونه بې ګټې دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو کې له ښځو پرته د سولې، امنیت او پایښت لپاره د حل بله لاره نه شته.

نوموړې په اېکس پاڼه په دیپلوماسۍ کې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د ښځو حیاتي رول ته اشاره کړې.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټام وېسټ او رینا امیري په دوحه کې د افغانستان په تړاو په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.
د دوحې درېیمه غونډه به په راتلونکو ورځو کې د ښځو له ګډون پرته جوړه شي.
تېره ورځ د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي و، پرته د ښځو له ګډونه د دوحې درېیمه ناسته شرموونکې خبره ده او دا د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي.
مېرمن اکبر په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د دوحې د درېیمې ناستې پیغام به هغو مېلیونونو افغانو نجونو ته څه وي چې له درېیو کالو راهیسې له زده‌کړو بې برخې شوې دي؟

نور خبرونه

رادیو