کندهار کې د کرېکټ د بريا پر لمانځلو بنديز، خو په هلمند کې بیا د لمانځلو اجازه ور کړل شوه

په کندهار کې د طالبانو امنيه قومندانۍ خلکو ته خبرداری ور کړی، چې ښار او سړکونو ته دې نه را وځي او د افغانستان کرېکټ بريا دي نه لمانځي. بل لور ته بيا په هلمند کې ځايي طالبانو خلګو ته د دې بريا د لمانځلو لپاره مشخصه ساحه ټاکلې ده.

په کندهار کې د طالبانو امنيتي مسولينو په خبرتیا کې ويلي، چې د کرېکټ د لمانځلو لپاره دې څوک سړکونو ته نه وځي او زیاتوي، که څوک د دې خوښيو په لمانځلو کې د پټاکيو او ډزو کولو پر مهال ونیول شي له جدي چلند سره به مخ شي.

د دې ولایت د طالبانو د امنیت امر شاه اغا هم د حوزو امرينو ته په يوه ږغيز پيغام کې له هغوی غوښتي، چې په بازارانونو، هوټلونو او چوکونو کې دي د خلګو د را ټولېدو مخه ونيسي.

هغه د حوزو له مسولينو غوښتي: « د عامو خلکو سره ځني مجاهدين هم غواړي بازارو ته را ووځي، د ټولو حوزو د امرينو توجه غواړم، که هر چا ټکان وکړه باید ونیول شي او هیڅوک باید را ونه وځي ځکه نظم خرابوي.»

د دې ولایت د طالبانو قومندانۍ او استخباراتو ادارې وايي، چې په ښار کې د کرېکټ د خوښي پر لمانځلو بنديز يې د امنيت د ټیګښت لپاره دی.

خو په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندي پر اېکس پاڼه په يوه خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې د لښکرګاه ایوب خان مېنه کې د کرېکټ د بريا خوښۍ په سم ډول ولمانځي.

نوموړي له خلکو غوښتي، چې نورو خلکو ته دې هم مزاحمتونه نه جوړوي.

افغانستان نن د کرېکټ نړيوال شل اوره جام سياليو کې بنګلدېش مات کړ او په لومړي ځل يې نېمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

د افغان لوبډلې دا بريا ډېرو افغانانو په افغانستان کې او بهر لمانځلې ده.

په خوست ولایت کې په سلګونه د کرېکټ مينه وال سړکونو ته راوتلي او دا بريايې ولمانځله. خو وروسته طالبان لیدل کېږي چې په اوبو شیندلو سره د دوی د تیت پرک کولو هڅه کوي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم سلګونو خلکو د کرېکټ بری ولمانځه، خو هلته د طالبانو د مخالفت کوم راپور نه دی ور کړل شوی.