د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی: تر ۳۰۰زرو زیات کډوال له دغې صوبې خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی وایي، چې حکومت د تېر کال راهیسې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي.
علي امین ګنډاپور رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د ستنېدو دغې لړۍ ته دوام ورکوي.

له بل پلوه د پاکستان دولتي ټلوېزیون تېره اوونۍ ومنله، چې اسلام اباد تېر کال د دغې لړۍ له پیل راهیسې په ټولیز ډول څه باندې ۶۲۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي دي.
ښاغلي ګنډاپور د دوشنبې په ورځ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یوه پلاوي ته وویل، له خیبر پښتونخوا څخه تر درې سوه زرو زیات بهرنيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلی ټینګار وکړ، صوبايي حکومت هغو بهرنيانو ته هر ډول ممکنه اسانتياوې برابروي چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستنېږي.
اسلام اباد ټینګار کوي، چې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو دغې لړۍ موخه په ځانګړي ډول افغانان نه دي؛ بلکې ټول هغه کسان دي، چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي؛ خو تر اوسه داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوې، چې له افغانانو پرته دې نور بهرني وګړي له دغه هېواده اېستل شوي وي.

نور خبرونه

رادیو