طالبان: نږدې ۴زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، دغه افغان کډوال تېره ورځ د اسلام کلا، ورېښم پل، تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه کړل شوي چې ۸۴ تنه هغه کسان هم په کې شامل دي چې په پاکستان کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ له درې زرو څخه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه او زور له ایران څخه راستانه شول.
یاد وزارت د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې ۱۶۲۸ تنه د اسلام کلا او ۱۷۷۱ تنه د نیمروز ولایت د ورېښم پله له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د کډوالو وزارت وايي، په دغو کډوالو کې ۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل و چې د کورنیو د موندلو په موخه یې د (اېم پي او) موسسې ته ورپېژندلي دي.
طالبان وايي، له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو له ډلې ۸۱۸ اړمن کسان یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته ورپېژندلي دي.
همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، چې په همدې ورځ له پاکستانه هم ۴۸۵ تنه افغان کډوال په زور د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت وايي، په یادو کډوالو کې ۸۴ تنه هغه افغان کډوال هم شامل وو، چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو.
طالبان وايي، له پاکستانه په زور راستانه شوي ټول کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد سخت ګامونه اخیستل کېږي.
د دغو دواړو هېوادونو له لوري په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.
څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې د دغه هېواد چارواکو ویلي د سلګونو مشکوکو بانکي حسابونو د څېړلو لړۍ یې پيل کړې او همدارنګه په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو