د افغانستان له ۲۸ ولایتونو څخه ۱۰۰ ښځو د دوحې د غونډې د لغوه کېدو غوښته کړې

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د "څېړنې او‌ پراختیا بنسټ " د افغانستان له ۲۸ ولایتونو څخه د ۱۰۰ ښځو ویډیویي پیغامونه خپاره کړي، چې په دوحه کې د راتلونکې غونډې سره یې د پرېکون غوښتنه کړې.

دغه مېرمنې د یوه کمپاین په ترسره کولو وايي،‌ چې د دوحې غونډې د «اجنډا او د خبرو اترو په میز کې د ښځو د نه ګډون » له امله دې دغه غونډه نه ترسره کېږي.

په پام کې ده، چې د دوحې درېیمه غونډه به په راتلونکو ورځو کې د ښځو له ګډون پرته جوړه شي.
د دوحې غونډې ته د ښځو او ډیموکراټیکو ځواکونو نه بلل کېدل د ښځینه فعالانو او مدني ټولنو پراخې نیوکې او غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.
نیوکه کوونکو د دوحې له غونډې څخه د ښځو وتل د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې له ارزښتونو سره په ټکر کې چاره بللې او ویلي یې دي، چې له ښځو پرته د افغانستان په اړه هیڅ غونډه مشروعیت نه لري.
د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د دوحې له خبرو اترو څخه د ښځو پر اېستلو نېوکه کړې او دا کار یې ټکان ورکوونکی بللی دی.
دغه راز یو شمېر افغان فعالانو او سیاست‌والو هم د دوحې د درېیمې غونډې سره د پرېکون غوښتنه کړې.
تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له افغان ښځو او مدني فعالانو غوښتي وو، چې له ملګرو ملتونو سره اړیکې پرې کړي.
په داسې حال کې چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ښځو ته بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو د طالبانو د حکومت په استازیتوب به یو پلاوی قطر ولاړ شي.
طالبانو تېر کال د دوحې په دویمه ناسته کې چې د سلواغې په میاشت کې جوړه شوې وه، ګډون ونه کړ او ویې ویل، چې د دوی د نه ګډون لامل د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري د دغې ډلې شرطونه نه منل دي.
د طالبانو یو شرط دا و، چې په خبرو اترو کې د افغانستان په استازیتوب باید یوازې دغه ډله ګ‍ډون وکړي.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته سرچینو تایید کړې وه، چې د دوحې درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې رزماري ډی کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.
د تېرو غونډو مشري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش کوله.

نور خبرونه

رادیو