شهرزاد اکبر: د دوحې په ناسته کې د ښځو نه ګډون، د ملګرو ملتونو لپاره له «شرمه ډکه» خبره ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، پرته د ښځو له ګډونه د دوحې درېیمه ناسته شرموونکې خبره ده او دا د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي.

مېرمن اکبر تېره شيه ناوخته (د چنګاښ په ۴مه نېټه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې پیغام به هغو مېلیونونو افغانو نجونو ته څه وي چې له درېیو کالو راهیسې له زده‌کړو بې برخې شوې دي؟
هغې زیاته کړې:« دا په ټوله کې د ډېر شرم ځای دی، چې ملګري ملتونه د یوې ناقانونه ډلې په غوښتنه داسې پرېکړه کوي چې د افغانستان نیمايي نفوس د یوې نړۍوالې ناستې څخه بې برخې کوي.»
د دوحې په درېیمه ناسته کې د مېرمنو په نه ګډون د بشري حقونو ګڼو بنسټونو سختې نېوکې کړې او دا یې ویلي، که په دغې غونډه کې مېرمنو او د مدني ټولنې فعالانو ته برخه ورنه کړل شي؛ نو دغه ناسته هیڅ ډول اعتبار نه لري.
تر دې وړاندې د ښځو د پیوستون شبکې هم د دوحې درېیمه ناسته «له ترهګرو سره جوړ جاړی» بللی و.

نور خبرونه

رادیو