د سلمان خان پلار: سلمان خان ډېر ساده دی په اسانۍ سره مینه کوي خو له واده کولو ډاریږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د هندي سینما د وتلي ستوري سلمان خان پلار سلیم خان وايي، چې زوی یې ډېر ساده مزاجه دی او ډېر ژر مینه کوي؛ خو له واده ډاریږي چې "انتخاب کړې مېرمن به یې د مور په څېر ټوله کورنۍ سمبال کړي او که نه".

د سلمان خان د واده په تړاو د هغه مینوال ګڼې پوښتنې لري؛ خو له ډېرې مودې وروسته د هغه پلار له یوه هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سلمان له نجونو سره ژر اړیکه ټینګوي.

هغه زیاته کړې: " دی غواړي په خپلې راتلونکې مېرمنې کې هغه جوهر وګوري کوم چې د سلمان خان په مور کې شته".

د هغه په خبره، چې سلمان خان غواړي د خپل ژوند ملګرې داسې څوک وټاکي، چې کورنۍ او خپلو اولادونو ته وخت ورکړي؛ خو د داسې چا پېدا کول وخت غواړي.

له دې وړاندې سلمان خان په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له داسې چا سره به واده کوي، چې هغه یې لومړۍ او وروستۍ مېرمن شي.

نور خبرونه

رادیو