طالبانو په هرات ولایت کې یوه ښځه په ۳۹ درو وهلې

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات ولایت کې یې یوه ښځه په ۳۹ درو وهلې ده.
دغه خبرپاڼه چې نن سه شنبه (د چنګاښ په ۵مه نېټه ) خپره شوې په کې راغلي، چې دغه مېرمنه «په زنا» تورنه وه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې د طالبانو ابتداییه محکمې د دوشنبې په ورځ پر نوموړې دغه سزا عملي کړه.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه حکم د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شو.
تر دې وړاندې هم طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دوی له‌خوا په تورنو کسانو تعزیري سزاوې عملي کړې دي، چې د نړۍوالو بشري سازمانونو له غبرګون سره مخامخ شوې دي.

نور خبرونه

رادیو