شهرزاد اکبر اوتنبایوا ته: غرونو ته مو سپکاوی وکړ، غرونو ښځې په کورونو کې بنديانې کړې نه دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې د رزا اوتنبایوا د وروستیو څرګندونو په غبرګون وویل، چې «غرونو ته مو سپکاوی وکړ.»
شهرزاد اکبر په خپل اېکس کې طالبانو ته په اشارې سره لیکلي، چې غرونه له ښځو کرکه نه کوي او ښځې یې په کور کې بندیانې کړې نه دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دوحې په ناسته کې د ښځو د ګډون سره د طالبانو د مخالفت په اړه ویلي وو، چې طالبان په غرونو کې جنګېدلي او له هماغو غرونو ښکته شوي دي؛ نو داسې تمه ترې باید و نه شي، چې د نورو په شان دې فکر او سوچ ولري.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه پوښتلي، چې د چا په لګښت طالبانو ته ډېر وخت ورکوي؟
دغه غبرګونونه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ښځو او د مدني ټولنې استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
مېرمن اوتنبایوا د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مریم رحمتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې په ناسته کې د مېرمنو د برخې اخېستنې په اړه د طالبانو شرطونه څه دي؟ وویل، چې دغې ډلې لا له وړاندې د مېرمنو له ګډون سره مخالفت ښودلی و.
هغې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د دریځ په اړه وویل، چې په پرله پسې توګه یې د طالب وزیرانو سره په دې اړه کتلي دي.
د هغې په خبره؛ ځیني طالب چارواکي د نجونو له زده‌کړو سره مخالفت نه لري او په دې هم نه پوهېږي چې ولې د دوی ډلې نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي.
د دوحې درېیمه ناسته چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو ترسره شي د بشري او د ښځو د حقونو د فعالینو غبرګونونه یې راپارولي دي.
طالبانو مخکې اعلان کړی و، چې یادې غونډې ته به خپل استازي و استوي.

نور خبرونه

رادیو