صالح اوتنبایوا ته: طالب مشرانو هېڅکله غرونه نه دي لیدلي هغوی شل کاله پاکستان کې تېر کړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د زرغون بهیر مشر د رزا اوتنبایوا د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې طالب مشرانو کله هم غرونه نه دي لیدلي او هغوی شل کاله په پاکستان او دوحه کې تېر کړي دي.

امرالله صالح په خپل اېکس کې اوتنبایوا ته لیکلي، چې د افغانستان په اړه لویې پرېکړې طالب مشران کوي که هغه ملېشې چې له غرونو ښکته شوي او په چک پواینټونو ولاړ دي؟

نوموړی همداراز زیاتوي، چې د طالبانو مشرتابه څه باندې شل کاله په کراچۍ، پېښور، راولپنډي، اسلام اباد، کوېټه او دوحه کې وخت تېر کړی دی.
ښاغلی صالح زیاتوي، چې که د یادو ښارونو نقشې ته وکتل شي هېڅ یو یې غرنی نه دی او غرونه نه لري او په عین حال کې د طالبانو د پرېکړې اصلي مرکز کندهار ښار دی.

نوموړی وایي: «ځیني طالب چارواکي د دوحې له ننګینې هوکړې وروسته په امریکایي الوتکو کې کندهار او کابل ته راوستل شول.»
د زرغون بهیر مشر همداراز له مېرمن اوتنبایوا څخه پوښتنه کوي، چې د کندهار تر ټولو لوړ غرونه چهل زینه او فیل کوه دي، چې د دواړو لوړوالی تر سلو مترو نه رسېږي: «نو هغه غرونه چې طالبان ترې راښکته شوي او تاسو ورته اشاره کړې ده، په کوم ځای کې موقعیت لري؟»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دوحې په ناسته کې د ښځو له ګډون سره د طالبانو د مخالفت په اړه ویلي، چې طالبان په غرونو کې جنګېدلي او له هماغو غرونو ښکته شوي دي؛ نو داسې تمه ترې باید و نه شي، چې د نورو په شان دې فکر او سوچ ولري.
ښاغلي صالح د رزا اوتنبایوا د دې خبرو په غبرګون چې وایي؛ باید په تمه شو څو طالبان مدني شي.

نوموړي د اوتنبایوا دا څرګندونې د سوېس د الپ او قرغېزستان په ګډون د ټولو درو او غرنیزو سیمو اوسېدونکو ته مخامخ سپکاوی بولي.
د زرغون بهیر مشر له رزا اوتنبایوا څخه غواړي، چې د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي که نه نو د هغې نوم به طالب اوا کېښودل شي.
نوموړي له اوتنبایوا څخه دغه راز غوښتي: «د اوتنبایوا او طالب اوا څخه یو وټاکه.»
د یوناما مشرې د جمعې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډو کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې.
نوموړې د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مریم رحمتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې په ناسته کې د مېرمنو د برخې اخېستنې په اړه د طالبانو شرطونه څه دي وویل، چې دغې ډلې لا له وړاندې د مېرمنو د ګډون سره مخالفت ښودلی و.
رزا اوتنبایوا وویل، چې طالبان «زموږ او تاسې په شان نه دي. طالبان له غرونو او جګړو راغلي دومره اسانه هم نه ده، چې د یو مېز تر شا خبرو اترو ته کېني او زموږ اصولو ته غاړه کېږدي.»

نور خبرونه

رادیو