د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دوحې په غونډه کې به د ښځو د حقونو موضوع څرګنده شي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د ملګرو ملتونو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوحې د غونډې هدف دا دی چې «طالبان وهڅوي چې د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول له نړۍ سره خبرې وکړي.»

سټیفن دوجاریک زیاته کړه چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د «دوحې په غونډه کې په ټولو بحثونو کې مهم وي.»

دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې غونډې «د یوه بهیر برخه ده، نه یو ګام» او افغان ښځې او مدني ټولنې به د دې بهیر برخه وي.

طالبان به د راتلونکې اونۍ په پای کې قطر ته خپل استازي واستوي چې په دوحه کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو سره ګډون وکړي.

دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه او د طالب چارواکو په شتون کې لومړۍ ناسته ده چې ترسره کېږي، خو له اصلي غونډې څخه د ښځو او مدني ټولنو د استازو وتل د پراخو نیوکو لامل شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان اجرایوي مشرې تیرنا حسن، رویټرز ته وویل: «د دوحې له غونډې څخه د ښځو ایستل طالبانو ته د مشروعیت ورکولو خطر زیاتوي او د ښځو د حقونو د مدافع په توګه د ملګرو ملتونو باور او د هغوی معنا لرونکي ګډون ته زیان رسوي.»

د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنیس کالمارد د دوحې د دریمې ناستې په اړه وویل چې «د بشري حقونو په اړه خورا مهم بحثونه څنډې ته کول د منلو وړ نه دي او یو ډیر زیانمن تاریخ جوړوي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشره روزماري ډی کارلو او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایو له طالبانو سره تر لیدنې وروسته د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره جلا جلا لیدنې کوي.

خو روزا اوتونبایوا په نیویارک کې په یوه خبري ناسته کې د افغانستان انټرنشنلد خبریالې مریم رحمتي د پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو له ګډون سره د طالبانو مخالفت څه دی،وویل: «طالبان زموږ او تاسو په څېر نه دي. طالبان له غرونو او جګړې څخه راغلي او دا اسانه کار نه دی چې هغوی په داسې کسانو بدل کړي چې د خبرو مېز ته کېني او زموږ اصول ومني.»

اوتونبایوا وویل چې د دوحې غونډه به د خصوصي سکټور او د نشه یي توکو پر وړاندې پر مبارزې تمرکز وکړي. هغې دا هم وویل چې راتلونکې غونډې «د پام وړ تمې رامنځته کړې چې په حقیقت کې دغه تمې په یوه ناسته کې نشي پوره کیدای.»

نور خبرونه

رادیو