د تحریک انصاف ګوند غړی: حکومت له افغانستان سره نوې جګړه پیلوي او موږ دا اجازه نه ورکوو

د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د پارلمان غړی اسد قیصر د اپوزسیون په نماینده ګۍ وايي، چې دوی د پوځ له خوا د تازه عملیاتو مخالف دي او دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې په پښتونخوا کې بیا جنګ پیل کړي. هغه وايي، چې د عملیات له افغانستان سره د جنګ په معنا دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې حکومت او د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل: "تاسو چې کومه طریقه خپله کړې او له افغانستان سره د دښمنۍ یو بل دور شروع کوئ، موږ ته قبوله نه ده".

د اسد قیصر په خبره؛ که چېرې هر څوک د دوی په سیمه کې بیا جګړه پیلوي دوی به د خپل ملت تر شا دریږي او په شریکه به یې مخالفت کوي.

هغه وویل: "که د هر چا دا فکر وي په خدای قسم چې اول به زموږ په جسدونو تېریږي او بیا به جګړه پیلوي، موږ څه بنګړي نه دي په لاس کړي".

نوموړي پر ملا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي غږ کړی، چې کولي شي له افغانستان سره رامنځته شوې ستونزه په اسانۍ او خبرو حل کړي.

د پاکستان پوځ تازه د عزم په نوم د خپلو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، چې له مخې یې په سرحدي سیمو کې خپل مخالفین ځپي.

دغه چاره د تحریک انصاف ګوند سربېره د پاکستان د ګڼو سیاسي ګوندونو او اشخاصو له منفي غبرګون سره مخ شوې ده.