طالبان: تر زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یاد کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او د ننګرهار د تورخم له لارو په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ درېیمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ په ایران کې مېشت ۱۰۴۱ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې په خپله خوښه او زور هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت د نیمروز ولایت د ورېښمو بندر د سرحدي امر د معلوماتو له مخې لیکلي، په تازه راستانه شویو کسانو کې کورنۍ هم شاملي وی، چې ۴۸۶ تنه اړمن پيژندل شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان دفتر ته ورپيژندل شوي.

یاد وزارت وايي، په دغو راستانه شویو کسانو کې شپږ تنه بې سرپرسته ماشومان دي، چې د کورنیو موندلو په موخه (اېم پې او) موسسې ته سپارل شوي.

همدارنګه یاد وزارت زیاتوي چې په همدې ورځ ۸۱ تنه افغان کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ویلي، چې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۱ تنو ته رسیږي د پاکستان حکومت له لوري په زور د تورخم له لارې راستنې کړل شوې.

طالبان وايي، یادې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته ورپيژندلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد سخت ګامونه اخیستل کیږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې ویلي، چې له خپله هېواده به ناقانونه وګړي وباسي او نور نه شي کولای چې دغسې خلک په خپل هېواد کې پرېږدي.

همدارنګه له پاکستانه هم په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د سلګونو شکمنو بانکي حسابونو د څېړلو لړۍ یې پيل کړې، او همدارنګه په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو