د ښځو حقونو فعالانو د ملګرو ملتونو استازې د طالبانو په 'سپینولو' تورنه کړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳

يو شمېر ښځو او مدني فعالانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازې پر څرګندونو نيوکه وکړه.

دوی وویل چې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې افغانې ښځې «دویم جنس» وبللې او طالبان یې «سپین» وښودل.

د افغانستان د يو شمېر ښځينه لاريون کوونکو، مدني او سياسي فعالانو له خوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې روزا اوتنبايوا د «امريکا په امر» طالبان يوې نړيوالې غونډې ته ور وبلل او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو وضعيت يې له پامه وغورځاوه.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: «اغلې اوتونبایوا په بې شرمۍ او د ټولو شته نړیوالو او قانوني اصولو خلاف وویل، چې د افغانستان کلتور دا دی، چې ښځې دویم ځای لري او په درېیمه ناسته کې به ګډون نه کوي، او طالبان یې سپین وښودل.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د جمعې په ورځ د (چنګاښ لومړۍ) نېټه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو ګډون د دغې ډلې د نورمال کولو او مشروعیت په معنا نه دی.

روزا اوتونبایوا ټینګار وکړ چې هڅه کوي د مشورې کولو لپاره یو بهیر جوړ کړي.

د ښځو د حقونو فعالان او د بشري حقونو نړېوال سازمانونه وايي چې ملګرو ملتونو د طالبانو د شرطونو له امله د دوحې له درېیمې غونډې څخه ښځې ایستلې دي.

اسوشېیټېډ پرېس هم راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو استازي د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو د نه شتون دفاع وکړه.

د دوحې درېیمه غونډه به دوه ورځې دوام وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د غونډې په دویمه ورځ به ښځې هم ګډون وکړي.

نور خبرونه

رادیو