د دوحې درېیمه ناسته راروانه ده او ښايي یوځل بیا د افغانستان د ملت په غیاب کې د نړۍ استخبارات له وسلوالو ډلو سره د خپلو خپلو ګټو په اړه خبرې وکړي.

په روستیو کلونو کې د افغانستان په ورځنیو اصطلاحاتو یا سیاسي‌وزمه ادبیاتو کې ځينې اصطلاحات رامنځته شول، چې هیچا یې هیڅکله د مانا موندلو هڅه ونه کړه. یوه له همدې اصطلاحاتو «نړیواله ټولنه» ده. نړیواله ټولنه هیچا ونه پېژانده، چې چېرته ده؟ څه کار کوي؟ او له افغانستان سره یې اړیکه څه دی؟ نړیوالې ټولنې ادرس نه لاره، هیچا ته یې د تیلیفون نومره یا ایمیل پته نه وه. نړیواله ټولنه به لکه د پیریانو پاچايي، هغه مهال چې د زورورو ښکېلاکي ځواکونو ګټو ایجاب کاوه، راپیدا به شوه او کله به چې افغانان وژل کېدل، بشري حقونه به یې ترپښو لاندې کېدل او نجونې و ښځې به له خپلو حقونو بېبرخې کېدې، نو نړیواله ټولنه به ورکه شوه. په دوحه کې هم بې‌ادرسه نړیواله ټولنه راوړاندې شي او د افغانستان د خلکو په غیاب کې د افغانستان په اړه غونډې (!) او پرېکړې (!) کوي.

د افغانستان تحصیل‌کړیو، روښانفکرانو، دښځو د حقونو مدافعینو، د مدني ټولنې غړیو، د ولسواکي پلویانو او جمهوري غوښتونکیو د تل په شان ادرس ورک کړی دی. ځينې ځينې یې د دوحې او نورو پټو غونډو په حاشیو کې راټول شي، د لویو لوکسو هوټلونو په لابیانو او دهلیزونو کې عکسونه واخلي، له یو بل سره قهوه و څښي او همداسې چې ناخبره ورغلي وي، ناخبره ترې راستانه شي. نړیواله ټولنه نه، بلکې نړیوال استخبارات د تړلیو دروازو شاته وسلوالو ته د نورو ډالرو د ورکولو ژمنې تازه کړي او نوم یې شي، د افغانستان په اړه د دوحې یا بل و بل غونډه.

بې‌ادرسه نړیوالې ټولنې د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې غړي عجیب رقم بوخت ساتلي دي، د ځینو پارلمانونو په خالي تالارونو کې مایکونه ورته چالان کړي، یا یې د بشري حقونو غونډو ته وروبولي، دوی هلته په ژړا شي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي، څو کسه د تالارونو ماموران ورته ناست وي او یوڅو د تمساح اوښکې ورسره تویې کړي، ته وا دونیا په دې خبره نه ده، چې په افغانستان کې څه تېریږي؟ او څومره و څنګه نجونې و ښځې له خپلو بنسټي حقونو څخه محرومې دي؟ته وا د ښځو او بشري حقونو دغه مدافعان به یې اوس خبر کړي؟د ښځو د حقونو او بشري حقوقو نور مدافعان یې په دې خوشاله کړي، چې دلته د زړورتیا جایزه وکړي، هلته یې د نړۍ په سلو غوره ښځو کې شمار کړي، دا ټولنه سرتیفیکیت ورکړي او هاغه سازمان ورته له ګچو جوړه نانځکه ورډالۍ کړي، د کامرو پړک و پړوک شي، بي بي سي و سي بي سي یې خبرونه خپاره کړي، خو په افغانستان کې دننه دا درېیم نسل دی، چې ښوونځی یې بند دی او پوهنتون ترې پاتې دی. په افغانستان کې هغه تورې ورځې له زرو څخه واوښتې چې نیمايي نفوس له خپلو بنسټي حقونو محروم دی، میلیونونه انسانان له لوږې مري، نه کار شته او نه روزګار. قانون، ملي هویت او ارزښتونه ترخاور لاندې خښ دي.

که نړیواله ټولنه ریښتیا وای او یو چا له مېرمن رینا امیري څخه پوښتنه کړې وای، چې ستادنده څه ده؟ څه کوې؟ او څه دې کړي؟

مېرمن رینا امیري به خامخا تاسو ته د خپل دفتر د څو میلیون ډالري بودجې د لګښت ګزارش په ایکسیل‌شیټ کې ارایه کړي، د قهوې تر تپونو لاندې به د مجلسونو ګزارش درکړي، د ګزارشونو، مرکو او مجلسونو پاڼې به په مخ کې درته کېږدي، خو که ترې وپوښتې، چې په روزګان، بامیان، بدخشان، کندهار و لغمان و هرات و بادغیس و غور و سرپل کې تر لسو میلیونو زیاتو محرومو او بېخبره نجونو ته څه شوي دي؟ ښايي حیرانه شي، چې تاسو د څه په اړه ورته غږیږئ؟ او څه ترې غواړئ؟

د استبداد د « امر ثاني» په شان بل درواغ د نړیوالې ټولنې له خوا دغه ډاډ دی، چې: « موږ د افغانستان له نجونو او ښځو سره ولاړ یو او ملاتړ یې کوو»امر ثاني او دغه ملاتړ دومره سره ورته دي، لکه دواړه چې له یوه ادرس څخه ډیزاین شوي وي او لکه دواړه چې له یوې خولې څخه راوتلي وي.

موږ د مبارزانو(!) مډالونو، جایزو، سرتیفیکیتونو او لمانځنو ته خوشاله یو، «چشم بخیل کور!» مګر :

»آمدی جانم به قربانت ولی حالا چرا؟...»

بیا یې وایم، چې موږ ادرس غلط کړی دی، په سراب پسې روان یو. دا ومنئ، چې نړیواله ټولنه نشته او بشري وجدان مړ دی. نه مړ نه دی، بشري وجدان بیخي نشته، هسې د یوسترګیو دیوانو افسانه ده. لکه امرثاني او د نړیوالې ټولنې ملاتړ چې نشته.

زموږ مدني مبارزان په خپلې روزۍ پسې سرګردانه دي، پروژې او معاشونه اخلي. د ځان پرمختیا ته یې سودا ده او که نه له هغې مدني ټولنې به یې د خپلو خلکو تلف شوي حقونه نه غوښتلای، کومې نړیوالې ټولنې چې همدا حقونه د دوحې په ناستو کې د دوی په غیاب کې ترې لوټلي دي.

دا هیڅکله په دې مانانه ده، چې موږ د افغانستان په قضیه کې د بهرنیانو ونډه په رسمیت نه پېژنو، نه قطعاً داسې نه ده، موږ یې اوس هم وایو او په تېرو شلو کلونو کې مو په سلګونو ځله ویلي دي، چې زموږ ستونزه بهرنۍ ده، موږ ته مصیبت له بهرنیانو راپېښ دی، خو حل لاره یې افغاني ده او دا دیو به افغانان له خپلو اوږو راکېباسي او په تاترین به یې ننه‌باسي.ځکه خو وایم چې موږ ادرس غلط کړی دی. موږ باید همدومره زحمت پر خپلو خلکو وباسو، موږ باید خپل ولس ته مراجعه وکړو. موږ باید ولس پوه کړو، چې حق یې تر پښو لاندې کیږي، موږ باید افغان ملت خبر کړو، چې د درې نسله اولادونو له تعلیم څخه محرومیت به یې راتلونکې څنګه تباه کړي؟

د لوکسو هوټلونو له لابیانو راووځئ، له حاشیو څخه متن ته راشئ، په هره وسیله خپل خلک راویښ کړئ، روښانه یې کړئ، خبر یې کړئ، چې څه روان دي؟

زه د نولسمې پېړۍ د هغې مشهورې مقولې په پیروۍ دا وایم، چې که میلیونونه محروم او تر استبداد لاندې پراته افغانان د شاتو مچیو په شان یوازې وبنګیږي، هم له استبداد څخه ځانونه ژغورلای شي. مدني فعالان دې بل څه نه کوي،په افغانانو کې دې جمعي اعتراض توان راویښ کړي او که دا کړلای نه‌شي، نو نه د جایزې مستحق دي او نه د سرتیفیکیت، نه حتی د هغې قهوې چې د دوحې د غونډو په حاشیو کې یې په بېخبرۍ کې څښي.

په یاد ولرئ، دا مصیبت پردیو پر افغانانو ورتپلی، د افغانانو جمعي اراده به دا مصیبت او آفت له منځه وړي، که د افغانانو جمعي اراده یې مات نه کړي، نو د «امرثاني» په شان به لایتناهي پرې واک چلوي. د بهرنیانو تش په نامه ملاتړ به یوازې په هغو کاغذونو کې لیکلی پاتې شي، چې د سفارتونو د ګودامونو موږکانو ته په درد خوري او بس.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو