طالبان: له سل ډیر افغان کډوال له پاکستانه په زور راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري ډول افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو راستانه شوي چې ۱۲ تنه په کې بندیان وو.

د پاکستان حکومت وايي، دغه لړۍ به روانه ساتي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ درېیمه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۱۶۹ افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو د پاکستان حکومت له لوري په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت له قوله لیکلي، چې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنو رسیږي له همدې لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت وایي،‌ په زور راستنو شویو تازه کډوالو کې ۱۲ تنه هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو.

همدارنګه د کډوالو وزارت د تورخم د سرحدي امری‍ت له قوله لیکلي، چې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴ تنه وو، د تورخم له لارې راستنې شوې.

طالبان وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روانې جون میاشتې تر ۲۱ مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغانانو شمیر شپږ لکه او ۲۰ زره او ۹۸۱ تنو رسېدلی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو