اوتنبایوا: طالبان له غرونو ښکته شوي داسې تمه باید و نه کړو چې هغوی دې زموږ په شان فکر ولري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دوحې په ناسته کې د ښځو د ګډون سره د طالبانو د مخالفت په اړه وایي، چې دغه ډله په غرونو کې جنګېدلې او له هماغو غرونو ښکته شوې؛ نو داسې تمه ترې باید و نه شي، چې د نورو په شان دې فکر او سوچ ولري.

رزا اوتنبایوا په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې مېرمنې به د دوحې د غونډې په دویمه ورځ برخه واخلي.
د یوناما مشرې د جمعې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډو کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې.
نوموړې د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مریم رحمتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې په ناسته کې د مېرمنو د برخې اخېستنې په اړه د طالبانو شرطونه څه دي وویل، چې دغې ډلې لا له وړاندې د مېرمنو د ګډون سره مخالفت ښودلی و.
رزا اوتنبایوا وویل، چې طالبان «زموږ او تاسې په شان نه دي. طالبان له غرونو او جګړو راغلي دومره اسانه هم نه ده، چې د یو مېز تر شا خبرو اترو ته کېني او زموږ اصولو ته غاړه کېږدي.»
هغې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د دریځ په اړه وویل، چې په پر له پسې توګه یې د طالب وزیرانو سره په دې اړه کتلي.

د هغې په خبره، ځیني طالب چارواکي د نجونو له زده‌کړو سره مخالفت نه لري او په دې هم نه پوهېږي چې ولې د دوی ډلې نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي.
هغې په ټینګار سره وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه د طالب مشرانو پرېکړه ده.
د یوناما مشرې هیله وښوده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.
نوموړې د دې شونتیا په اړه چې روسیه به طالبان په رسمیت وپېژني وویل:« موږ ښايي د دغسې یو واقعیت سره مخامخ شو.»

نور خبرونه

رادیو