د بښنې نړۍوال سازمان مشره: د مېرمنو له ګډون پرته د دوحې ناسته اعتبار نه لري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲

د بښنې نړۍوال سازمان مشره وایي، که د دوحې په ناسته کې د بشري او مېرمنو د حقونو فعالان برخه و نه لري او هلته د بشري حقونو مسلې له پامه غورځول کېږي؛ نو هېڅ ډول اعتبار نه شي لرلای.

اګنس کالامار د دوحې د ناستې په درشل کې په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه په خبرو اترو نه پر ځای کېږي؛ بلکې هغوی باید د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې په دوحه کې جوړېدونکې ده رغنده ونډه ولري.
د دوحې ناسته (د جون په ۳۰مه او جولای په لومړۍ نېټه) د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په قطر کې جوړېږي.
کالامار ټینګار لري، چې که په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ په سمه توګه و نه ارزول شي او د مېرمنو د حقونو او د افغانستان د مدني ټولنې فعالان په دغه شان ناستو کې برخه وانخلي؛ نو د دغو ناستو باور او اعتبار ته سخت زیان رسېږي.
هغې وویل، چې د بشري حقونو پر سر له بحثونو په څنګ تېرېدل د منلو وړ نه دي.
کالامار وایي، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو شرطونو ته غاړه اېښودل، هغوی ته د مشروعیت ورکولو او د خلکو د ځپلو خطرونه له ځان سره لري.

د هغې په وینا، په دې توګه هغه سیسټم ته نوره هم لاره هوارېږي چې په بې‌رحمۍ سره مېرمنې له ټولنې حذف کړې او د هغوی بنسټیز حقونه نور هم تر پښو لاندې شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د یو شمېر لویدیځو هېوادونو استازو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او د مدني فعالانو په برخې اخېستنې ټینګار لاره.

نور خبرونه

رادیو