پاکستانۍ رسنۍ: د جون تر ۲۱مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغانانو شمېر ۶۲۰۹۸۱ ته رسېدلی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲

پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډېلي راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴کال د جون تر ۲۱مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۲۰۹۸۱ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

د دغې رسنۍ په وینا، د جون له ۱۱مې څخه د جون تر ۲۱مې نیټې پورې د ۱۳۸۱۵ افغانانو له ډلې ۵۰۱۴ یې نارینه، ۴۰۸۷ یې ښځې او ۴۷۱۴ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
راپور کې راغلي، دغه ۴۹۸ کورنۍ په ۵۴۷ موټرو کې افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا له خپل هېواده «د ناقانونه وګړو» پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې نور دوی نه شي کولای دغسې خلک په خپل هېواد کې وزغمي.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز هم په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ مشکوک بانکي حسابونه هم څېړل شوي دي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.

نور خبرونه

رادیو