امریکا: ټام وسټ او رینا امیري تر اوسه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون پلان نه لري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.

ویست او امیري د افغانستان په اړه د دوحې په لومړۍ او دویمه غونډو کې ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوحې په غونډه کې د امریکا د ځانګړي استازي د نه ګډون د لامل په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. دا هم معلومه نه ده چې ایا د امریکا بل استازی به د ټام وسټ او رینا امیري پر ځای دوحې ته ولاړ شي او که نه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د دوحې دریمې غوڼډې ته د مدني ټولنې د استازو د نه ګډون په هکله د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ملګري ملتونه د دې غونډو کوربتوب کوي او دا پوښتنې باید ملګرو ملتونو ته راجع شي.

تمه کیږي چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون، د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېته جوړه شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) ویلي و، چې د دې ډلې استازي به د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دوحې د غونډې د مېلمنو له لېست څخه د ښځو او مدني ټولنې د غړو د نومونو لرې کېدو د بشري حقونو د سازمانونو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان مشرې هم ویلي،‌ چې که د دوحې په ناسته کې د بشري او مېرمنو د حقونو فعالان برخه و نه لري او هلته د بشري حقونو موضوع له پامه غورځول کېږي؛ نو دغه غوڼډه هېڅ ډول اعتبار نه شي لرلای.

اګنس کالامار د دوحې د ناستې په درشل کې په یو پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه په خبرو اترو نه پر ځای کېږي؛ بلکې هغوی باید د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې په دوحه کې جوړېدونکې ده رغنده ونډه ولري.

نور خبرونه

رادیو