د بشري حقونو د څار ادارې له دوحې غونډې د ښځو اېستل حیرانوونکي بللي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱

د بشري حقونو د څار ادارې اجراییوي مشر ې د ښځو د حقونو د موضوع د لرې کولو او دوحې غونډې ته د ښځو د نه بللو خبره «حیرانوونکې» وبلله.

تیرانا حسن له دې ناستې د ښځو پر اېستلو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل دا کار طالبانو ته مشروعیت ور کوي او د ملګرو ملتونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د بشري حقونو دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول، په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي کړکېچ دی، خو له دې سره دوی موندلې چې د دوحې ناسته کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه هېڅ بحث نه کیږي.
دغه سازمان د راپورونو له مخې، ویلي چې په دې غونډه کې له افغانستانه هېڅ یوې ښځې ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د دغه سازمان اجراییه مشرې له طالبانو سره د ناستې په اړه د ملګرو ملتونو پر کړنو سختې نیوکې وکړې، خو په اجنډا کې د ښځو د حقونو نه شاملول او له افغان ښځو نه پرته یې دا غونډه «حیرانوونکې» چاره وبلله.
طالبانو هم ویلي، چې د هغې اجنډا له مخې چې ملګرو ملتونو له دې ډلې سره شریکه کړې ده، د دوحې په ناسته کې به خبرې پر خصوصي، مالي، بانکي او د نشه يي توکو پر برخو متمرکزې وي.
د بشري حقونو پر څار سازمان سربېره، د ښځو د حقونو ډلو هم د دې غونډې په اړه سختې نیوکې کړې دي.

دوی ټینګار کوي چې د ښځو له شتون او بشپړ ګډون پرته د افغانستان په اړه هره نړیواله غونډه مشروعیت نه لري.

نور خبرونه

رادیو