د دوحې له راتلونکې ناستې نه به څه جوړ شي؟
د افغانستان په باره کې په دوحه کې د خبرو دریمه ناسته به د مخکینیو دوو ناستو سره په دې وجه توپیر ولري چې دا وار طالبانو هم په دغو خبروکې د ګډون بلنه منلې ده. د ملل متحد په بلنه دغه ناسته به د جون میاشتې په دیرشمه او د جولاۍ په وړومبۍ نیټه دایریږي.
په دې غونډه کې به د یو شمیر هیوادونو د افغانستان لپاره خصوصي نمایندګان ګډون کوي.
په دوحه کې د خبرو دغه سلسله د کال ۲۰۲۳ په مۍ کې د ملل متحد د جنرال سکرتر انتونیو ګوتېرش په نوښت پیل شوې او دویمه ناسته یې د کال ۲۰۲۴ په فرورۍ کې شوې وه.
په دغو دواړو ناستو کې د افغانستان د مدني ټولنې او په خاصه توګه د افغانستان د ښځو نمایندګانو هم ګډون کړی وو.
طالبانو په دغو تیرو ناستو کې ګډون نه وو کړی.په وړومبۍ ناسته کې هغوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوی نه وه.
په دویمه ناسته کې طالبانو ځکه ګډون ونه کړ چې په دغه غونډه کې یې د مدني ټولنې د نمایندګانو په ګډون او د غونډو په اجندا یې اعتراض درلود، علت یې دا وو چې په اجندا کې د ښځو د حقوقو خبره شامله وه.
طالبان ولې دا ځل ګډون کوي؟
د جون د میاشتې په اتلسمه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد فرانس خبري اژانس ته وویل، چې « د اسلامي امارت یو هییت به د دوحې په کنفرانس کې ګډون کوي، هغوی به هلته د افغانستان نمایندګي کوي او د افغانستان دریځ به څرګندوي.»
هغه زیاته کړه چې طالبان ځکه په دې غونډه کې ګډون کوي چې په اجندا کې یې له افغانستان سره د اقتصادي کومکونو او د سرمایه ګزارۍ مواقع پیدا کولو موضوعات شامل دي او دا د افغانستان لپاره ګټور دي.
خو د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سوشل میدیا د ایکس له لارې د متحده قومونو سازمان ته اختار ورکړی چې که د دوحې د راتلونکی ناستی په اجندا یا د ګډونوالو په لست کې کوم تغیر یا بدلون را ولي، نو دا کار به په دغه ناسته کې د ګډون په باره کې د طالبانو په تصمیم اغیز ولري.
مطلب دا دې چې که متحده قومونه د دوحې په راتلونکې ناسته کې له طالبانو نه پرته کوم بل افغان ته د ګډون بلنه ورکړي او یا د غونډې په اجنډا کې د بشري حقونو خبره او یا کومه بله موضوع شامله کړي، نو طالبان به په دغه غونډه کې د خپل ګډون په تصمیم تجدید نظر وکړي.
دا ډیره عجبه ده چې د ټوپک سالارۍ په اساس ولاړ د یوه ناروا یا نامشروع او مستبد نظام نمایندګان، چې زیاتره کړنې یې د ملل متحد له چارتر نه سرغړونه کوي، د ملل متحد سازمان باندې خپل غیر عادلانه شرطونه تحمیلوي.
دا خبره بیخي طبیعي ده چې د افغانستان د مدني ټولنې نمایندګانو او په خاصه توګو ښځو د متحده قومونو له خوا د طالبانو د یکه تازۍ او انحصار په منلو او په جنسیتي اپارتاید د سترګې پټولو باندې اعتراض کړی، خو ور سره د نړۍ د بشري حقوقو ګڼو سازمانونو هم په دې حصه کې د خپل تشویش څرګندونه کړې ده.
ملګرو ملتونو ته لیک
د بشری حقونو څار سازمان یا هیومن رایټس واچ د ملل متحد د مصونیت شورا ته لیک لېږدلی دی.
دوی په دغه لیک کې وییلي چې « د دوحې د وړومبۍ غونډې نه د یوه کال نه لږ زیات وخت کې په ولسونو کې دا تشویش پراخ شوی چې بین المللي ټولنه د افغان ښځو او جینکیو د حقوقو د ژغورلو عزم نه لري، ځکه د افغانستان مدنی ټولنې او په خاصه توګه ښځو دا غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د ښځو اساسي حقونه منل شوي نه وي، تر هغه دې له طالبانو سره د خبرو نه ډډه وشي. د دوحې دریمه ناسته د دې خبرې د زبادولو لپاره ټاکونکې موقع ده چې د افغانانو بشري حقونه له طالبانو سره د زدوبند قطعه نه ده، برعکس دا یو داسې اساس دی چې د هغوی د هیواد اینده ور سره تړاو لري.»
د بشري حقونو د څار د ښځو د حقوقو د څانګې مسولې هیدر بار په ایکس کې د ویډیو پیغام سره د متحده قومونو په سازمان باندې تور پورې کړی، چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د راضي کولو لپاره د ملل متحد سازمان هغوی ته «جدي امتیازونه » منلي دي.
دغه پرمختګونه او هغو ته عکس العملونه دا جوتوي چې د ملل متحد سازمان په افغانستان کې د بشری حقونو او په خاصه توګه د ښځو د حقونو او د جینکو د معارف په مسلو د خپل دریځ نه انحراف کړی دی.
د دوحې د دریمې ناستې د ګډونوالو لسټ او اجندا یې د طالبانوپه وینا جوړ کړي، چې ملي او بین المللي مشروعیت نه لري.
خو سیاسي شنونکي په دې خبره پوهیږي چې د ملل متحد سازمان په مهمو بین المللي مسایلو کې د تصمیم نیولو په حصه کې استقلال نه لري او د مصونیت شورا د پنځو دایمي غړو هیوادونو یا ابر قدرتونو په خوښه تصمیم نیسي.
دا هم معلومه خبره ده چې د ابر قدرتونو لپاره خپلې ستراتیجکې ګټې اهمیت لري او د افغانستان د ګټو یا د افغان ښځو د حقوقو په غم کې نه دي.
د افغانستان پر طبیعي زېرمو سیالي
افغانستان د اسیا قلب بلل کیږي او د اسیا او اروپا تر مینځه د ځمکني پل د جوړیدو یا نه جوړیدو په مسله کې د افغانستان جغرافیه خاص اهمیت لري.
خو اوس داخبره هم هر عام و خاص ته معلومه ده چې افغانستان خورا ډیرې طبیعي زیرمې لري چې هر ابر قدرت پرې ګيډه اچول غواړي او د خپل اقتصاد قوي کولو لپاره ترې ګټه پورته کول غواړي.
په نړۍ کې د خپلې هژمونۍ د تامین لپاره د افغانستان د ستراتیجکې جغرافیه نه د یوه بل په ضد استفاده کول د ابر قدرتونو د افغان پالیسۍ اصلي اساس دی او په دې وجه له پنځه څلویښت کلونو نه په افغانستان کې د ابر قدرتونو غیر مستقیم جنګ ادامه لري.
امریکا، بریتانیا، فرانسېاو نورو غربي قوتونو د افغانستان په جنګ کې سرمایه ګزارۍ د خپلو روسي او چینايي سیالانود نفوذ د مخ نیويلپاره کړې وهاو اوس هم په دغه سیمه کې بې ثباتي د هغوي په ګټه ده.
چینایان د خپل اقتصادي قوت د لا زیاتولو لپاره د افغانستان په طبیعي زیرمو نظر لري. په دغه زدوبند کې ورته د طالبانو نامشروع او ضعیفه واکمني ګټه کوي.
روسان هم په مینځنۍ اسیا کې د خپلو ګټو د تامین لپاره د طالبانو په سر لاس تیروي.
خو دوی ټول دا خبره هیروي چې په شلمه پیړۍ کې د ملل متحد سازمان او د بشري حقونو برنامه ځکه جوړه شوی وه، چې د نشتوالي له امله یې دوه عظیمې نړیوالې جګړې شوې وې، نو که نړۍ بشري حقونو ته شا کړه ایا په یوویشتمه پیړۍ کې به بیا د نړۍ ورانوونکي جنګونه نه پیلیږي؟
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.