د پښتونخوا صوبايي سترې محکمې حکم کړی، چې حکومت دې افغان هنرمندان بېرته په زوره نه ستنوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱

د خیبر پښتونخوا صوبايي سترې محکمې په یوې ځانګړې قضیه کې حکومت ته حکم کړی، چې په دغه صوبه کې مېشت افغان هنرمندان دې نه ځوروي او په زوره دې بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د پېښور په صوبايي سترې محکمې کې د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې قضیه اورېدل شوې ده.

په دغه قضیه کې که څه هم د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې پر ورکړې او نه ورکړې کوم ځانګړی تصمیم نه دی نیول شوی؛ خو قاضي اعجاز انور ټولو اجراییه ادارو ته حکم کړی، چې افغان هنرمندان دې په خیبر پښتونخوا کې نه ځوروي او دوی دې په جبري ډول بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

په یاده محکمه کې یو شمېر افغان هنرمندانو هم ګډون کړی و، چې د صوبايي سترې محکمې قاضي ترې پوښتنې وکړې.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل دغې ډلې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه او لوی اکثریت افغان هنرمندان مجبور شول چې له افغانستان څخه ووځي.

ګڼ هنرمندان او سندرغاړي پاکستان، ایران، غربي هېوادونو او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

نور خبرونه

رادیو