د دوحې غونډه؛ د ملګرو ملتونو د بې نتیجې غونډو دوام
ملګري ملتونه د نړۍوالو زبرځواکونو په کنټرول کې هغه سازمان دی، چې د نړۍ په هېڅ کړکېچ کې یې ځانګړی او رغنده رول نه دی لوبولی.
د منځني ختیځ له کړکېچه رانیولې تر اوکراین جګړې او بیا د غزې تر خونړۍ جګړې ملګري ملتونه یوازې او یوازې د غندنو او غونډو خبرونه خپاره کړي او که لوی تصمیم نیول شوی یوازې د امریکا په ګډون یو شمېر زبرځواکو اړخونو نیولی دی.
د افغانستان د روان کړکېچ په تړاو د ملګرو ملتونو پخوانۍ او راتلونکې غونډې یوازې د هماغه بې معنا غونډو تسلسل دی، چې د افغانستان، اوکراین او غزې په باب نیول شوي دي.
که څه هم په مطبوعاتو کې د ملګرو ملتونو لپاره په دومره لوی کچ تبلیغات روان دي، چې افغانان فکر کوي په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډه سرنوشت سازه او د افغانستان په تړاو کېدونکې پرېکړې عملي کېدونکې دي؛ خو داسې نه ده.
د مدنې ټولنې برخه اخیستنه:
ملګري ملتونه او دخیل کوچني سازمانونه د دوحې په غونډه کې د مدنې ټولنې د استازو پر ګډون ټینګار کوي او یو ماشومانه استدلال کوي، چې که د افغانستان د مدني ټولنې غړي په دغه غونډه کې له طالبانو سره ګډون وکړي، ښايي د افغانستان د کړکېچ حل را وباسي؛ خو داسې نه ده، د افغانستان کړکېچ د څو خارج مېشتو مدني ټولنې د استازو په موجودیت او خبرو نه حلیږي؛ بلکې د افغانستان مساله له دې ډېره لویه او کړکېچنه ده.
د افغانستان ستونزه یوازې د مدني ازادیو نه ده؛ بلکې د افغانستان ستونزه سیاسي، جیوپولیټیکه او په اوږد مهال کې د افغانانو تر منځ د یوې ټولنیزې سولې نه موجودیت دی.
هغه پښتانه متل کوي: دا لار ترکستان ته تللې ده.
نو پس ملګري ملتونه چې د کومو مدني ټولنې په استازو پسې ګرځي؛ دوی د افغانستان د مسالې حل نه شي کېدی او نه هم د افغانستان مساله دومره کوچنۍ ده، چې د مدني ټولنې دوه درې استازي دې په یوازې ځان حل کړی شي.
سوله:
په افغانستان کې دوه لوی کړکېچونه موجود دي؛ لومړی دا چې د افغانستان یو کثیرالملیتي سیاسي قشر له سیاست او په واک کې له ګډونه بې برخې شوی او دویم دا چې د افغانانو تر منځ ټولنیزه سوله نه ده رامنځته شوې.
لومړی: ټولنیزه سوله
د طالبانو دوام د افغانستان د خلکو تر منځ ټولنیزه سوله او ثبات لا له منځه وړي، خپل منځي تربګنۍ لا زیاتيږي، د اقشارو تر منځ خصومت لا پراختیا مومي او د نېږدې ۲۸ بېلابېلو اقشارو حق یوازې ملایان خوري؛ دا د ټولنیزې بې ثباتۍ ښکاره نښې دي، چې دوام یې افغانستان لا کړکېچن کولی شي.
ملګري ملتونه د دې پر ځای چې د افغانانو تر منځ د ټولنیزې سولې پر رامنځته کېدا فکر وکړي، په افغانستان کې هم د نړۍ د نورو کړکېچونو ناکامې تجربې تکراروي، چې دا چاره یوازې او یوازې د وخت تېري او د رسنیو د یوه راپور تر سرحده ارزي.
دویم: سیاسي سوله
دا مهال د افغانستان د مشروع جمهوري نظام د ولسمشر په ګډون لوی اکثریت سیاستوال جلا وطنه دي او دوی هم په افغانستان کې د ټولو سیاسي احزابو پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د افغانستان یو شمېر اقوام بیا په واک کې له ګډونه بې برخې دي، د قدرت د انتقال هېڅ تعریف شوې پروسه نه ده معلومه او هره شېبه د دې امکان شته، چې د طالبانو تر منځ پر واک داخلي اختلاف د دې باعث شي، چې افغانستان یو ځل بیا د داخلي جګړو پر مرکز بدل شي.
د طالبانو تر منځ سیاسي سوله د قوانینو او اصولو پر تعریف رامنځته کېدی شي او د غیرطالب او طالبانو تر منځ بیا دا سوله په یوه ملي او افغاني ډیالوګ رامنځته کېدلی شي.
بین الافغاني ډیالوګ:
که فکر کیږي، چې د افغانستان مساله د بهرنیو تر فشار او څار لاندې په خبرو د حل وړ ده؛ خو په یوې لویې تېروتنې کې یو، ځکه بهرني قدرتونه هېڅکله د افغانستان د خلکو تر منځ سیاسي او ټولنیزه سوله او ثبات نه شي رامنځته کولی؛ یوازینۍ لاره یې د افغاني اړخونو ترمنځ خپلمنځي ډیالوګ دی.
تاریخ ته په کتو په تېرو ۳۸ کلونو کې په افغانستان کې د سولې اوه پروسې جوړې شوي او ټولې نیمګړې پای ته رسېدلي؛ خو د دې ټولو تر منځ چې یو څه مشترک وو، هغه بهرنی فشار او په ټولو پروسو کې له عاجلې کار اخیستل وو.
د دغو مذاکراتو ټولې پرېکړې یوازې په کاغذونو کې پاتې شوې؛ خو د عمل جامه هېڅ لوري ور وانه غوستله همدا ده، چې د بهرنیو تر فشار لاندې مذاکرات او بیا د دوحې په څېر د ملګرو ملتونو مذاکرات چې د ټول افغانستان د نماینده ګۍ هیله یوازې د څو مدني فعالانو څخه لري پایله نه لري.
د دې پر ځای چې په بهرنیو یو ځل بیا اتکا وشي او پخوانۍ ناکامې تجربې تکرار شي، یوازینۍ لاره د ټولو افغاني لورو تر منځ بین الافغاني مذاکرات دي، چې مطلق له بهرنیو لاسوهنو خلاصه او پر ثمره وي.
پرته له مطلق افغاني ډیالوګه د افغانستان کړکېچ لا پیاوړی کیږي او دا کړکېچ سیمې او نړۍ ته له نویمو کلونو په مراتبو خطرناک او ګواښوونکی دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.