د پاکستان استازی: طالبان باید د نجونو او مېرمنو د زده‌کړو لپاره جدي او بېړني ګامونه واخلي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د پاکستان استازي د سه شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وویل، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز او له کاره د افغان مېرمنو راګرځولو اسلام اباد سخت نهیلی کړی دی.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو او مېرمنو د زده‌کړو لپاره دې ګام واخلي او لګېدلي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې کړي.
عمر خالد د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې وویل: «موږ په افغانستان کې د طالبانو له اوسنیو واکمنانو غواړو، چې د نړۍوالو ژمنو سره سم دې په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده‌کړو او د مېرمنو لپاره دې د کار کولو اسانتیاوې برابرې کړي او د دغو شرایطو په برابرولو کې دې بېړني ګامونه واخلي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د نجونو پر زده‌کړو او د مېرمنو په کار لګول شویو بندیزونو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز پرې اېستی دی.
هغه دا رنګه په «منتقدانه» توګه د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزولو پر ارزښت او «د سیاسي، تاریخي، انساني او امنیتي زمینو» په نظر کې نېولو ټینګار وکړ.
د هند استازي کمار ټاکور هم په دغه ناسته کې له هند سره د افغانستان نږدې‌والي ته په اشارې او د دواړو هېوادونو تر منځ د شته اړیکو په اړه وویل، چې د هند لپاره په افغانستان کې پاییدونکې سوله او ټیکاو ډېر ارزښت لري.
کومار ټاکور وویل: «موږ په افغانستان کې بشري وضعیت له نږدې څارو. زموږ لپاره د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته پاملرنه، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول، د دغه هېواد خلکو ته د بشري مرستو رسول او د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه لومړیتوب لري.»
د هند استازي وویل، چې هېواد یې چمتو دی په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په راوستو کې له ټولو شریکانو سره مرسته او همکاري وکړي.
هغه دا رنګه وویل، چې هند د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو او زده‌کړیالانو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو ته ژمن دی.

نور خبرونه

رادیو