ترکیه د بشري حقونو شورا کې: له زده‌کړو د افغان ښځو محرومول نه انساني کړنه ده او نه اسلامي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د ځینو اسلامي هېوادونو استازو د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ناسته کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

د ترکیې استازي د دغه هېواد د ولسمشر له قوله وویل، چې له زده‌کړو د افغان ښځو بې برخې کول نه انساني کړنه ده او نه هم اسلامي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د طالبانو له تبعیضه ډکو سیاستونو په اړه یې خپل انتقادي راپور د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ.
د لویدیځو غړو هېوادونو ترڅنګ اسلامي هېوادونو هم د بشري وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو پر وضعیت نیوکه وکړه.
ترکیه، قطر او ایران چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري، د افغان ښځو وضعیت یې ناسم وباله او له کار او زده‌کړو د هغوی بې برخې کول یې وغندل.
په ملګرو ملتونو کې د ترکیې استازي وویل، چې «ټولګډونه حکومت، بنسټیز او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی د یوه هېواد د ټیکاو او پایښت لپاره حیاتي مسله ده.»
هغه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته په اشارې وویل، چې له زده‌کړو د نجونو راګرځول نه انساني کړنه ده او نه هم اسلامي.
د ترکیې استازي ټینګار کړی « نړۍواله ټولنه باید طالبان دې ته اړ باسي؛ چې د بشري حقونو د ښه کولو په برخه کې ګام واخلي.»
طالبانو ویل، چې د هغوی سیاستونه د شریعت او د افغاني ټولنې له دود او کلتور سره برابر دي. خو اسلامي هېوادونو د طالبانو له دغه دریځه ملاتړ نه دی کړی او د ښځو حقونو پر ټینګښت یې ټینګار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی هم په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت پر جوړېدو چې په هغه کې قومي، ژبني او فرهنګي مسلې په پام کې نیول شوې وي ټینګار وکړ.
هغه له طالبانو وغوښتل؛ «هغه له تبعیضه ډک فرمانونه چې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه محدودوي، بېرته واخلي.»
د ایران استازي وویل:« د [طالبانو] یو اړخیزې چارې او د هغو منفي اغېزې کولای شي، چې ټولیز اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت لا پسې خراب کړي.»
د دوی ترڅنګ، د بشري حقونو شورا ناسته کې د قطر استازي هم په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل، چې «موږ د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت خرابوالي شاهدان یو.»
هغه افغانستان ته د قطر له بشري مرستو یادونه وکړه او ویې ویل:« موږ پرېکړه کړې؛ چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره روغتونونه جوړ کړو.»
د قطر استازي د افغانستان لپاره د دوحې ناستې د ترسره کولو په تړاو وویل، چې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د لا ښې همغږۍ په لټه کې دي.

نور خبرونه

رادیو