د افغانستان لپاره د ښځو ټولنه: د مېرمنو په نشتوالي کې هر ډول ناسته مشروعیت نه لري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/70dd2ae5c63514d863204287b6b961fd6333a951-5500x3609.jpg?rect=0,258,5500,3094&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان لپاره د مېرمنو یوې ټولنې په دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان په تړاو هر ډول جوړېدونکې غونډه د مېرمنو له حضور پرته مشروعیت نه لري او ټینګار کوي، چې په دغه شان ناستو کې باید د مېرمنو غږ واورېدل شي.
دغه بنسټ د دوحې غونډه په اوسني جوړښت کې چې «د طالبانو په خوښه» جوړېږي نیمګړې بولي او وایي، چې د مېرمنو له ګډون پرته دغه شان غونډې پایلې نه شي لرلی.