فرحان حق: ملګري ملتونه له طالبانو سره د رسمي حکومت په توګه چلند نه کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند په افغانستان کې جنسیتي توپير یوه بنسټیزه اندېښنه وبلله او د افغان ښځو حقونو ته یې د درناوي غوښتنه وکړه.

فرهان حق افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملګري ملتونه به د دوحې په غونډه کې له طالبانو سره د افغانستان د قانوني او رسمي حکومت په توګه چلند ونه کړي.

د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د راپور د سپارښتنو په اړه چې د جنسیتي توپیر د بشري ضد جرم په توګه وپېژندل شي فرحان حق وپوښت.
فرحان حق یې په ځواب کې وویل: « موږ غواړو ډاډ تر لاسه کړو، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته داسې درناوی وشي؛ لکه څنګه چې د نړۍ په هر ګوټ کې ورته اړتیا ده.»
نوموړي په افغانستان کې جنسیتي توپير یوه مهمه اندېښنه وبلله.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند د ریچارډ بېنېټ د هغه سپارښتنې په غبرګون کې چې له طالبانو سره باید د یوه قانوني او رسمي حکومت په توګه چلند ونه شي وویل: « موږ له هغوی (طالبانو) سره د حاکمو چارواکو په توګه چلند کوو، نه د افغانستان لپاره په رسمیت پېژندل شوي یو حکومت په توګه.»
ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۵۶مه غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر او پراخ شوی دی.
هغه له عامه ډګر څخه د ښځو اېستل او له کار او زده‌کړو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول د بشریت ضد جرمونه او جنسیتي توپیر ګڼي.
ریچارډ بېنېټ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره د اړیکو له مشروعیته لاس واخلي او باید له طالبانو سره د یوه مشروع حکومت په توګه چلند ونه شي.
باخبرو سرچینو خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو ځینې غوښتنې منلې دي.
د بشري حقونو د څار ډلې هېدر بار ویلي، ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د طالبانو ګډون ته ډېر امتیازات ورکړي او دغه سازمان یې د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سپارښتنو ته په نه پاملرنې تورن کړی دی.

نور خبرونه

رادیو