چین: طالبان باید د ښځو او لږکیو په ګډون د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e6ae1c3941011747ed0d474d1e8c7b928885fe61-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د چین استازي هیله څرګنده کړه، چې طالبان باید د ښځو، ماشومانو او قومي لږکیو په ګډون د افغانانو اساسي او لومړني حقونو ته درناوی وکړي.
جينګ هان له طالبانو وغوښتل، چې د افغانانو د ګټو د خوندي کولو لپاره مثبتې هڅې وکړي.
په دغه غونډه کې د چین استازي د نوم له اخیستو پرته ځیني هېوادونه په افغانستان کې د اوسني ناوړه بشري وضعیت په چاره کې پړه وبلل او ویې ویل، د اوږدې مودې لپاره د افغانستان د شتمنیو کنګل کول او د افغانانو پر وړاندې د غیرمنطقي او یو اړخیز بندیز لګول د دې لامل شوی چې ډېر خلک زیانمن او د افغانانو بشري حقونو ته جدي زیان واړوي.
هغه وویل، چې چین د افغانستان د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د یوې داسې تګلارې ملاتړ کوي، چې د افغانانو بېړنیو اړتیاوو ته په انعطاف منونکي او عملي ډول رسېدنه وشي.