د بښنې نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو د جرمونو د محاکمې لپاره هیڅ تګلاره نشته

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي د انتقادي راپور هرکلی کړی او د افغان ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض پر وړاندې د هېوادونو پر همغږۍ یې ټینګار کړی دی.

دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د جرمونو د محاکمې لپاره هیڅ نړۍواله تګلاره نه شته.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۶مه غونډه د سه شنبې په ورځ په جنیوا کې جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه خپل نوی راپور د غړو هېوادونو استازو ته وړاندې کړ.
د بښنې نړۍوال سازمان د دغه راپور په هرکلي کې له هېوادونو څخه د همغږي دریځ غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د "اداري تبعیض، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو له محرومیت" سره سمدستي چلند وکړي.
دغه سازمان د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو څخه جدي سرغړونو ته لکه نا قانونه وژنې، ربړونې، په عام محضر کې د سزاو ورکولو، خپلسري نیونو، د رسنیو، خبریالانو او د بشري حقونو پر فعالانو فشارونو ته اشاره کړې ده.
دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د شواهدو د راټولولو لپاره د یوې نړۍوالې تګلارې پر نشتوالي اندېښنه وښوده او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل، چې په راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو شواهد راټول او ثبت کړي.

نور خبرونه

رادیو