د جرمني د کورنیو چارو وزیره: هڅه کوو چې خطرناک اسلامپاله افغانان افغانستان ته واستوو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکي د «مجرمو» افغانانو د اېستلو لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وویل: «مونږ سخت کار کوو چې ډاډ تر لاسه کړو چې یو ځل بیا خطرناک اسلامپاله جنایتکاران افغانستان ته واستوو.»

د جرمني رسنیو د راپور له مخې؛ د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران او د جرمني فېډرالي حکومت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د «جنایتکاره» افغان کډوالو د اېستلو پر څرنګوالي خبرې وکړي.

نانسي فایزر ټینګار وکړ، چې له بېلابېلو هېوادونو سره د دغو کسانو د شړلو په اړه پټې خبرې اترې هم روانې دي.

هغې دا پرېکړه د جرمني امنیتي ګټو ته لومړیتوب بللې ده.

تر دې مخکې شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د جرمني چارواکو له ازبکستان سره د مجرمو افغانانو د اېستلو په اړه خبرې کړې دي.

په دې وروستیو کې د جرمني په ځینو ښارونو کې یو شمېر افغانانو د دغه هېواد پر اتباعو او پولیسو د چاقو بریدونه کړي دي.

د جرمني پولیسو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) ویلي و، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ فوټبال سیالیو د پرانستې لوبې پر مهال یو افغان وروسته له هغه په ډزو وویشت چې خپل یو هېوادوال یې وواژه.

د جرمني پوليسو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) وویل، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

همدغه راز د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) یو ٢٥ کلن ځوان سليمان عطایي په مانهايم ښار کې داسلام دمقدسينو په يوې غونډې په بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي و.

نور خبرونه

رادیو