د افغانستان او ایران ښځو د یوه کمپاین په پیلولو سره د جنسیتي توپير د جرمي کولو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د افغانستان او ایران یو شمېر ښځې د «جنسیتي توپير د پای ته رسولو» کمپاین په تر سره کولو غواړي، چې دغه کړنې د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي.

دغو فعالانو پر هېوادونو غږ وکړ، چې د «طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او ایران کې د جنسیتي توپير له نظام سره مبارزه وکړي او پای ته یې ورسوي.»

دغه کمپاین د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) نېټه په خواله رسنیو کې پیل شوی دی.
د ښځو د حقونو فعلانو « د جنسیتي توپير پای» تر هشټګ لاندې خپل انځورونه خپروي.
دوی همدارنګه له هېوادونو غواړي، چې جنسیتي توپیر دې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه اعلان کړي.
د ښځو د حقونو دغه فعالانو په خپلو یادښتونو کې لیکلي، چې په ویاړ سره د افغانستان او ایران د ښځو تر څنګ ولاړې دي او هېوادونه هڅوي چې نور دې جنسیتي توپير د جرم په توګه وګڼي.
دوی پر هېوادونو غږ کوي، چې په افغانستان او ایران کې د ښځو پر وړاندې د «ظلم او تبعیض» ځواب ورکړي.
په دې کمپاین کې برخه اخیستونکي هڅه کوي، چې د جنسیتي توپیر د بشریت پر وړاندې د جرمونو په کنوانسیون کې شامل کړي، چې دا مسوده اوس‌مهال د ملګرو ملتونو په حقوقي کمیټه کې تر بحث لاندې ده.
تر دې دمه د ایران او افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر نوموتې څېرې او هنرمندانې لکه مسیح علي نژاد، نازنین فنادي، حبیبه سرابي، میترا مهران، یلدا رایان، فوزیه کوفي، شیرین عبادي، ګلشفته فراهاني، عزیتا غني زاده، بنفشه یعقوبي شاملې دي او په دې کمپاین کې د افغانستان، ایران او نړۍ لسګونو ښځو برخه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل نوي راپور جزییات د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې وړاندې کړل.

نور خبرونه

رادیو