د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ؛ نن په دغو سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ لوبې پیلېږي
د کرېکټ د نړۍوال جام سیالیو پر دوام؛ نن د دغو سیالیو دویم پړاو لوبې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ پیلېږي. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن ماښام د امریکا او سوېلي افریقا لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د دغو سیالیو دویمه لوبه بیا سبا د وېسټ انډیز او انګلنډ تر منځ ده.
افغانستان هم د انګلنډ او وېسټ انډیز څخه په لږ ځنډ وروسته به د دغو سیالیو په دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه سبا د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.
همدارنګه د افغان لوبډلې دویمه لوبه د جون په ۲۳مه له اسټرالیا او درېیمه لوبه یې د جون په ۲۵مه له بنګله دېش سره ده.
په دغه پړاو کې د افغانستان، وېسټ انډیز، هندوستان، امریکا، بنګله دېش، اسټرالیا، انګلنډ او د سوېلي افریقا لوبډلې شاملې دي.
له دغه پړاوه به یوازې څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.