د م.م ځانګړی راپور ورکوونکی به ددغه سازمان د بشري حقونو شورا ناستې ته خپل راپور وړاندې کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د خپل ځانګړي راپور جزییات نن د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ۵۶مې ناستې ته وړاندې کړي.

هغه په دغه نوي راپور کې ویلي، جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت دی چې په افغانستان کې د ښځو د «ځپلو لپاره د یوې ښکاره بېلګې» په توګه ترېنه کار اخېستل کېږي.

هغه وایي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په اړه ځیني وړاندیزونه هم لري.
دغه راپور چې څو ورځې وړاندې د نوموړي له‌خوا خپور شوی و، په کې راغلي و چې نړۍواله ټولنه دې طالبانو ته تر هغې مشروعیت نه ورکوي؛ تر هغې چې دوی د ښځو او بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه وي پوره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند او د هغوی ځپل «د طالبانو د اېډیولوژۍ او حکومت په زړه کې ځای لري.»

د هغه په خبره، طالبان په افغانستان کې له تبعیض، توپیر انساني کرامت ته په سپکاوي او په ټولنه کې د ښځو په حذفولو تورن دي هغوی غواړي په لوی لاس نجونې او مېرمنې له افغان ټولنې څنډې ته کړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړۍوالو هېوادونو غوښتي، چې د بشري حقونو د معاهدو په ماتولو کې دې طالبان په نړۍوالو محکمو کې ځواب ویلو ته مجبور او د هغوی په اړه دې دغو محکمو ته شکایت وکړي.
هغه دا رنګه د بشري جنایتونو له هغې ډلې یې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د جنسیتي توپير او د هغوی د ځورولو او کړولو په اړه د نړۍوالو محکمو له څېړنو او پلټنو ملاتړ کړی.

له بل پلوه د بشري حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله وايي، چې د ریچارډ بېنېټ په نوي راپور کې «د طالبانو له‌خوا د افغان مېرمنو د ځورولو او ربړولو په برخه کې د زیاتېدونکي زور زیاتي» په اړه هر څه څرګند او پر هغو توندې نېوکې هم شوې دي.

مېرمن بار وايي، ملګري ملتونه د طالبانو د همکاریو د ترلاسه کولو لپاره د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي په راپور هم غوږ نه ګروي.
هېدر بار د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې له اجنډا څخه د ښځو مسله اېستې ده.

نور خبرونه

رادیو