د بښنې نړۍوال سازمان: جنسیتي توپیر باید د نړۍوال قانون له مخې د جرم په توګه وپېژندل شي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، جنسیتي توپیر باید د نړۍوال قانون له مخې د جرم په توګه وپېژندل شي؛ چې پر بنسټ یې د سیسټماټیک ظلم او په واک کې د تنظیم شويو رژیمونو سره د مبارزې لپاره هڅې پیاوړې کړي.

د بښنې نړۍوال سازنان عمومي منشي وایي:« موږ د نړۍوال قانون له مخې د جنسیتي توپیر د پېژندلو غوښتنه کوو؛ چې له مخې یې زموږ په نړۍوال قانوني چوکاټ کې دغه لویه تشه ډکه شي.»
هغه زیاته کړې، هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې خلک د جنسیت له امله وځپي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« نن ورځ موږ د افغانستان، ایران او هاخوا د ښځو په ګډون د زړورو لارویون‌والو له غږونو سره یوځای کېږو، چې په نړۍوال قانون کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو غوښتنه کوي.»
د دغه سازمان په وینا، نړۍ باید د نړۍوال قانون له مخې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني؛ چې د ښځو، نجونو او د درېیم جنس لرونکو کسانو پر وړاندې د دې ناوړه جرم د له منځه وړلو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي.

له بل پلوه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ ېنېټ (د غبرګولي په ۲۳مه) په خپل تازه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت په توګه د ښځو «د ځپلو او له ټولنې څخه د هغوی د حذفولو» په برخه کې ښه بېلګه ده، چې باید نړۍوال ورته پاملرنه وکړي.
هغه له دولتونو وغوښتل، چې جنسیتي اپارتاید دې د بشري جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.
ښاغلي بېنېټ له نړۍوالو وغوښتل، چې له طالب واکمنانو سره د «اړیکو له عادي کولو او هغوی ته د مشروعیت ورکولو» څخه دې ډډه وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغان مېرمنو پر ضد «پلان شوی ظلم» دې یو له هغو موضوعګانو څخه وي چې په ټولو نړۍوالو ناستو کې د افغانستان او طالبانو په اړه جوړېږي.

نور خبرونه

رادیو