د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

د دغه سازمان د بشري حقونو شورا به (د غبرګولي ۲۹مه) د سې شنبې په ورځ په خپله ۵۶مه غونډه کې د افغانستان وضعیت وڅېړي.
په دې غونډه کې به د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

ریچارډ بېنېټ به په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې ویلي وو، چې د «طالبانو له‌خوا د افغان ښځو د ځورونې ټکان ورکوونکې او زیاتېدونکې ځورونې» په اړه د ریچارډ بېنېټ نوی راپور څرګند او انتقادي دی.
هېدر بار وویل، چې ملګرو ملتونو هم د طالبانو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي راپور له پامه غورځولی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان هم پر هېوادونو غږ کړی، چې د بشري حقونو د شورا په چوکاټ کې دې د طالبانو د جنایتونو د ځوابولو او څېړلو لپاره یوه تګلاره جوړه شي.

نور خبرونه

رادیو