د بشر حقونو څار سازمان: بشري حقونو شورا دې د طالبانو د جنایتونو ارزولو ته تګلاره جوړه کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

د بشري حقونو څار سازمان ویلي، چې د دوحې درېیمې غونډې ته د ښځو نه بلنه د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه سرغړونه ده.
د دغه سازمان په وینا، د طالبانو له خوا د ښځو د ځورونې په برخه کې د هېوادونو نه پاملرنه د خواشینۍ وړ ده.

دغه سازمان له هېوادونو وغوښتل چې د بشري حقونو د شورا په چوکاټ کې د طالبانو د جنایتونو حساب ورکولو او ارزولو لپاره دې یوه نوې تګلاره جوړه کړي.
دغې نړیوالې ادارې د افغان ښځو او نجونو د «زړه بوږنونکي» وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړېوالو یې غوښتي، چې جنسیتي توپیر د بشریت ضد جرم په توګه جدي ونیسي.
د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له نوې غونډې یوه ورځ مخکې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د نوي راپور د څېړلو لپاره خپله اعلامیه خپره کړه.
د بشري حقونو د څار سازمان یو له هغو سترو نړیوالو سازمانونو څخه دی چې د ریچارډ بینیټ د راپور له وړاندیزونو یې ملاتړ کړی دی. په دې راپور کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو ټینګار شوی او له هېوادونو غوښتل شوي چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د طالبانو پر وړاندې د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د بشري حقونو د شورا له غړو هم غوښتي چې د طالبانو پر ضد دې محکمې ته شکایت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو افغان مېرمنې د دوحې له درېیمې ناستې څخه ایستې دي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ملګرو ملتونو دغه کار د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک ښکاره سرغړونه ده.

نور خبرونه

رادیو