د طالبانو مفتي: ښځو ته ان په کور کې هم لیکل او لوستل جایز نه دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۸

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند د «شیخ عبدالعلي دیوبندي» فتوا په اېکس کې خپره کړې ده، چې په کور کې د نجونو زده کړې ناروا بللي دي.

ضیاالله هاشمي د دغه مفتي هغه خبرې چې ویلي یې دي، د نجونو زده کړه د فحشا د ترویج لامل کیږي، یوه مهمه فتوا وبلله.

په دې غږیز کلېپ کې شیخ عبدالعلي دیوبندي د «صدر اسلام» د پېښو د روایتونو په حواله وايي چې ښځې د جماعت لمانځه ته د تللو او لیکلو د زده کړې اجازه نه لري.

دغه طالب مفتي د اسلامي هېوادونو په اړه وايي، چې ښځو ته د زده کړو حق ورکوي، دغه هېوادونه «اسلامي» بلل کېږي، خو په حقیقت کې د شرعي احکامو د پلي کولو توان نه لري.

عبدالعلي دیوبندي ټینګار کوي، چې ښځې د جماعت لمانځه ته تلل او د هغوی لپاره د لیکلو زده کول "د فساد لامل کیږي."

دا معلومه نه ده چې دا اډیو کلېپ کله ثبت شوی.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیاالله هاشمي په دې وروستیو ورځو کې د مفتي خبرې بیا خپرې کړې او دا یې یوه "مهمه فتوا" وبلله.

څه باندې زر ورځې کېږي، چې طالبانو د نجونو لپاره د منځني او لوړو زده کړو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه نیولې ده. طالبانو هم د ۱۴۰۱ کال د حوت له ۲۹ راهیسې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو زده کړه بنده کړې ده.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز یو موقتي پرېکړه ده. خو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د ویاند له خوا د دغې فتوا له بیا خپرېدو څخه څرګنده شوه، چې دغه ډله د نجونو د زده کړو د بندولو په اړه د خپلې پرېکړې د بدلولو اراده نه لري.

عبدالعلي دیوبندي د "اسلامي شریعت" له نظره د ښځو د تعلیم په اړه د یوې راډیو د اورېدونکي د پوښتنې په ځواب کې وویل: "که ښځې لیکل زده کړي، نورو ته به لیکونه ولولي." هغه زیاتوي: "ځوانې او زړې ښځې له زده کړو او جماعت ته له تللو منع دي، ځکه زموږ عصر د فتنې وخت دی او دا کار د ښځو د فساد لامل کېږي."

دیوبندي په خپلو خبرو کې د ښځو له خوا د ګرځنده تلیفونونو د استعمال په اړه هم خبرداری ورکوي او وایي چې ښځې د موبايل ټلیفونونو څخه د اړیکو ټینګولو او فحاشي او بدکاریو ته مخه کوي.

نور خبرونه

رادیو