د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ: د نجونو زده‌کړو بندولو تاوتریخوالی او جبري ودونه زیات کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ غړو په کابل او تهران کې په یوه غونډه کې وویل، د طالبانو له لوري نجونې او ښځې له زده‌کړو په بې برخې کولو سره د کم عمره نجونو او جبري ودونو لپاره زمینه برابره کړې او کورنۍ تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) له زده‌کړو د نجونو د محرومیت د ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو په غبرګون کې په جلا جلا خبرپاڼو کې لیکلي، چې د طالبانو د «بدبختۍ او انسانیت ضد» پرېکړې پر وړاندې لازم ګامونه نه دي پورته شوي.

د دغه خوځښت په وینا، د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې کورنۍ او بهرنۍ چوپتیا د ښځو پر وړاندې لا زیات جبر او تاوتریخوالي ته لاره هواره کړې ده.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې راهیسې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته یې د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

د ښځو د ازادۍ غورځنګ د غړو په وینا، طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی او نړیواله ټولنه باید دا پدیده په رسمیت وپیژني.

د دغه خوځښت غړو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دوی پر کورنیو هم غږ کړی، چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو د حق لپاره سره یو شي او په یووالي سره د خپلو بچیانو د زده‌کړو خوبونه ریښتیا کړي.

نور خبرونه

رادیو